د کندهار ډله ییزو بریدونو د ۳۱ افغانانو ژوند اخیستی
د افغانستان سوېلي کندهار ښار کې وسله طالبانو د والي پر دفتر او امنیه قومندانۍ د طالبانو په دوه ساعته تر ټولو لوی او ډله ییز برید کې لږترلږه ۲۲ ځانمرګي برید کوونکي، پنځه پولیس او څلور ولسي وګړي وژل شوي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او والي توریالي ویسا ویلي، په برید کې ۷ پولیس او ۹ ولسي وګړي ټپیان شوي.
جنرال رازق وايي، دوو برید کوونکو لومړی ځان الوځولی او ۲۰ نور د پولیسو له خوا ویشتل شوي.
جګړې دوه ساعته دوام کړی.
جنرال رازق، وايي: ''ښکاري چې په برید کوونکو کې پاکستانیان هم وو، ځکه چې په بله ژبه غږېدل، خو زموږ پلټنې روانې دي، چې د وژل شویو هویت مالوم کړو''.
دا په کندهار کې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی برید و، خو که مبالغه نه وي، په ټول افغانستان کې د وسله والو طالبانو تر ټولو لوی ډله ییز ځانمرګی برید و.
د کندهار پولیس وايي، له چاودېدونکو توکو دوه ډک موټر یې نیولي دي.
په کندهار کې زموږ خبریال مامون دراني بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلېفون پر کرښه وویل، برید د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۱ نیمې بجې پیل شو.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء درانی وايي، ګڼو په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو پر امنیه قومندانۍ او یوې بلې ډلې ځانوژونکو د والي پر دفتر هم مهاله ډله ییز بریدونه وکړل.
نوموړی وايي، برید کوونکي دغو ودانیو ته په ننوتلو ونه توانېدل.
په برید کې د دوو لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ویل کېږي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوول شوي.
د کندهار د والي دفتر د ښار په منځ کې دی، خو امنیه قومندانۍ بیا له ولایت نه نژدې لس کیلومتره لیرې د ښار په څنډه کې پرته ده.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، د کندهار پر حکومتي ودانیو یې لوی برید کړی.

د تېرې سې شنبې پر ورځ د پروان بګرام ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۶ کسان ووژل، چې لس ولسي وګړي، څلور چکي سرتېري او دوه پولیس وو.
تېره ورځ د کندهار مطبوعاتي دفتر ویلي وو، د ملي امنیت مامورینو درې هغه وسله وال نیولي، چې په وینا یې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې د بریدونو نیت درلود.
بل خوا د کندهار چارواکو ویلي وو، افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کندهار ښار او ولسواليو کې ٩ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل.








