کندهار کې ماین چاودنې درې کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان سوېل کندهار ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه سپین بودلک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
پېښه نن (دوشنبې/ غبرګولی ۲۶) سهار نهه بجې د سپین بولدک ولسوالۍ د سرکار ویالې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي وګړو د سپرلۍ یو سوزکی موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو.
د چارواکو په خبره په دې چاودنې کې يو پلار او د هغه دوه زامن وژل شوي او يو بل کوچنی يې ټپي شوى دى.
چارواکي پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي، خو وسلوالو د دغه چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
د سړک غاړې ماینونه تر ډیره د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا د لارو په اوږدو کې ايښودل کیږي، چې اصلي موخه یې افغان امنیتي ځواکونه او په دغه هېواد کې مېشت بهرني پوځیان دي.
خو ډېر کله د دغه ماینونو اصلي قربانیان ولسي وګړي وي.
مزار شریف
بل خوا، په شمالي مزارشریف کې نن یوې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړي دي.
چاودنه د بلخ ولایت مرکز مزار شریف منډي سیمې کې هغه مهال وشوه، چې پر یوه موټر سایکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودل.
د بلخ د پولیسو ویاند شیرخان درانی وايي، دا ماین په یو موټر سایکل کې اېښودل شوی و او ښکاري چې موخې ته له رسېدو مخکې چوول شوی.
د دې پېښې مسؤولیت لا تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.








