کندهار کې چاودنې یو پولیس وژلی

د عکس سرچینه، AP
د کندهار ښار د لویې ویالې اړوند د عربو هدیرې په سیمه کې د ماین چاودنې یو افغان پولیس وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
چاودنه د پنجشنبې پر ورځ (مې ۲۹/غبرګولي ۸) شاوخوا اووه نیمې بجې د پولیسو پر یوه رنجر وشوه.
په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې مامون دراني ته ویلي، چې په دې چاودنه کې یو پولیس (صاحب منصب) وژل شوی.
تر اوسه د چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.
د تېر اپریل پر ۲۲ د کندهار ولايت غورک ولسوالۍ کې د افغان ملي پوليسو پر يوې پوستې د وسله والو په يوه بريد کې څلور پوليس وژل شوي وو او درې لادرکه وو.
ایساف
بل خوا، په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې د یوه بهرني سرتېري د وژل کېدو اعلان کړی.
ایساف وايي، دغه سرتېری په تېره چارشنبې (غبرګولی ۷) د افغانستان په سوېل کې د یوې هلیلکوپتر په پېښه کې وژل شوی.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، دغه چورلکه د تېرې چارشنبې په ورځ ناوخته په معروف ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې له یوې ستنې سره ټکر او ولوېده.
په معروف ولسوالۍ کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د مخابراتي شبکې دغه ستنه (ټاور) د ولسوالۍ په مرکز کې دی.
که څه هم ایساف یوازې د یوه سرتېري د وژل کېدو پخلی کړی، خو له سیمې راپورونه ښيي چې پېښه کې یوشمېر سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د عکس سرچینه،
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو لپاره د الوتکو د لوېدو پېښې یو لوی ګواښ ګڼل شوی دی.
د تېر اپریل پر ۲۶ پنځه برتانوي پوځيان په سوېلي کندهار ولایت کې هغه مهال ووژل شول، چې الوتکه یې د ورځنۍ ګزمې پرمهال یې الوتکه راولوېده.
دا مهال په افغانستان کې د ناټو- ایساف تر ۵۲۰۰۰ ډېر پوځيان مېشت ديو چې ۳۳۰۰۰ پکې امریکایان دي.
د تېر جون له لومړۍ نېټې تر اوسه په افغانستان کې د وژل شویو برتانوي سرتېرو شمېر ۳۳ ته رسېدلی دی.








