لغمان کې وسله والو پنځه لوبغاړي وژلي دي

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي، چې وسله والو د واليبال پنځه لوبغاړي وژلي دي.
ناپېژاندو وسله والو د ختيځ لغمان په الينګار ولسوالۍ کې پر هغو لوبغاړو ډزې کړي، چې د واليبال لوبه يې کوله.
ځايي چارواکي د دغه برید پړه پر وسله والو مخالفينو اچوي.
وسله والو کسانو نن سهار د صخره په کلي پر دغو لوبغاړو ډزې کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک بي بي سي ته تاييد کړې، چې په دغه بريد کې پنځه ځوانان وژل شوي دي.
که څه هم تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو چارواکي يې پړه پر وسله والو مخالفينو اچوي.
د تېرې شنبې په ورځ په يوه ورته پېښه کې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د فوټبال درې لوبغاړي ووژل شول.
هغه مهال چې لوبغاړو په لوبغالي کې لوبه کوله يو توغندی يې په منځ کې ولګېد درې لوبغاړي يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.








