لغمان کې چاودنې د یوې کورنۍ اوه غړي ووژل

د لغمان په حکیم اباد خوړ کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي.
د لغمان ولایتي ویاند سرحدي ځواک رسنیو ته ویلي، چاودنه د دوشنبې پر ګهیځ (جون درېیمه) د مهترلام اړوند حکیم اباد خوړ ته نژدې د ملکي کسانو د سپرلۍ پر سوزکي موټر شوې ده.
سرحدي ځواک وايي، ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي، چې یوه په کې ښځه، دوه ماشومان او یو موټر چلوونکی هم دی.
دغه ولایتي ویاند ویلي، چې دا ولسي وګړي د سون توکو د راټولولو لپاره تللي و، چې د راستنېدا پرمهال یې موټر پر ماین وربرابر شو.




