لغمان: نښته کې مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايت چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په يو ه نښته کې نهه تنه وسلوال طالبان مهتر لام ته نژدې وژل شوي او شپږ ټپيان دي. چارواکي وايي په دغه نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم وژل شوى. وسله وال طالبان خپل څلور مړي او پنځه ټپيان مني. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو لنډ تيلیفوني پیغام کې چې رسنيو ته يې ليږلى ويلي، چې نهه تنه ګډ عسکر او سيمه ييز پوليس يې وژلي او ۱۱ نور يې ټپيان کړي دي.