کابل کې چاودنه وشوه

د عکس سرچینه، .

د افغانستان پلازمېنې کابل په زړه زمبق څلور لارې کې د یکشنبې پر ګهیځ چاودنه شوې.

د کابل پولیس وايي، ماین د یوه پوځي موټر د چلوونکي دروازې ته څېرمه نښلول شوی و، چې یو کس پکې ټپي شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي نجیب دانش ویلي، چاودنه شاخوا نهه بجې او پنځلس دقیقې وشوه، چې ظاهراً یې هدف د ملي اردو موټر و.

نوموړی وايي، په چاودنه کې یوازې د موټر چلوونکی ټپي شوی.

د چاودنې سیمې ته څېرمه د یونما دفتر، د ارګ لار او ځینې سفارتونه دي.

تر اوسه د چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا چاودنه د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو یوه ورځ مخکې شوې ده، چې په کابل کې کلک امنیتي تدابیر ورته نیول شوي.

د چاودنې مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.