کابل کې ځانمرګي برید درې بهرني عسکر وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان پلازمېنې کابل ښار د هوايي ډګر پر سړک د سې شنبې پر ګهیځ د ایتلافي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو.
په کابل کې د ایساف ځواکونو بي بي سي ته د کابل سې شنبې برید په پایله کې د خپلو درو سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
که څه هم ایساف وايي، د خپلې پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو هویت نه ښيي، خو وايي چې افغان چارواکي او ایساف د پېښې په اړه پلټنه کوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ددغه برید د غندلو ترڅنګ په برید کې د ۱۳ ولسي وګړو د ټپي کېدو خبره کړې.
خبرپاڼه وايي، په برید کې د ولسي وګړو ۱۷ موټر هم ویجاړ یا سخت زیانمن شوي دي.
د ذبیح الله مجاهد په نامه، د وسله والو یوه ویاند رسنیو ته د کابل ددغه برید پړه منلې ده، چې وايي هدف یې بهرني ځواکونه وو.
نوموړی وايي، په برید کې د بهرنیو ځواکونو ټانکونه ویجاړ شوي، چې د ګڼو بهرنیانو د وژل کېدو ادعا کوي.
برید د ګڼې ګوڼې پر هغه سړک شوی، چې د امریکا سفارت ته غځېدلی دی.
دا چاودنه په تورخم کې تر هغه برید یوه ورځ وروسته وشو، چې د تېلو ځینې ټانکر پکې وسوځېدل.
طالبانو د تورخم د برید پړه منلې وه.
په کابل کې د بي بي سي خبریال ډیویډ لاین وايي، په نښه شوي موټر ایتلافي ځواکونه لېږدولي چې په وینا یې چاودنه دومره زوروره وه، چې د کابل ځینو برخو کې یې غږ اورېدل شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
برید داسې مهال شوی، چې د رپوټونو له مخې، د تېرو اوږدو لانجمنو ټاکنو کاندیدان اوس یوې هوکړې ته سره نژدې شوي دي.
دواړه کاندیدان، اوس په خبرو بوخت دي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ یې دوه ځلې له یو بل سره کتلي وو.
خبریالان وايي، طالبانو له ټاکنیزې لانجو په ګټې اخیستو بریدونه ډېر کړي دي.
په تېر جولای کې، د کابل هوايي ډګر بهر د نشه يي توکو د مبارزې یوه اړونده ودانۍ کې د طالبانو یوه ځانمرګي برید لږترلږه څلور کسان ووژلی، چې درې پکې بهرني ساتونکي وو.
دغه برید څو ورځې وروسته تر هغه وشو، چې د کابل پر هوايي ډګر د طالبانو یو برید شنډ کړای شو.








