"اختر ته مو کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیولي"

د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي د اختر په ورځو کې د کلک امنیت ډاډ ورکړی. دوی وايي کلک امنیتي تدابیر یې په پام کې نیولي چې سر له نن شپې به پیلیږي.
د کابل د پولیسو مشر وايي هغه کسان چې غواړي د افغانستان د خلکو امنیت زیانمن کړي د پولیسو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.
د کابل د پولیسو مشر په یوې خبري غونډه کې وویل په پلازمېنې کابل کې یې پراخ امنیتي تدابیر نیولي دي.
د کابل د پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر په یوه خبري غونډه کې وویل چې په پلازمېنه کابل کې یې پراخ امنیتي تدابیر نیولي.
نوموړي دغه تدابیر کم ساري وبلل او هغو وسلوالو ته یې خبرداری هم ورکړ چې غواړي د اختر په ورځ نا امني جوړه کړي.
ښاغلي ظاهر زیاته کړه چې د تورو ښيښو لرونکو موټرو ته به اجازه ورنه کړي چې کابل ته رادننه شي.
نوموړي وویل
(( موږ د نن شپې له دولسو بجو ها خوا هغه موټر چې نمبر پلېټ یې نه وي، ښیښې یې تورې وي او وسله ولري د کابل په څلورو دروازو کې دروو. موږ نور د دې حوصله نه لرو چې د تورو موټرو ښيښې په سرک کې پاکې کړو. پخوا به مو دغه زحمت ګاله او د هغوی ښيښې به مو پاکولې، خو دوی زموږ پر خبره پوه نه شول. اوس که څوک سرغړونه وکړي او موټر یې تورې ښیښې ولري نو موټر به ترې قید کړو، بندیان به یې کړو او څارنوالۍ ته به یې وروپېژنو))
د تېرې اونۍ راپدېخوا په کابل ښار کې د ناامنۍ ځینو پېښو خلک وارخطا کړي.
د وسوالو ډله ییز بریدونو خلک تر هر څه ډېر اندېښمن کړي دي خو په دې وروستیو کې د مقناطیسي بمونو کارولو هم خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی.
نن یوې پېښې چې د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوه د پولیسو یو افسر یې وواژه او موټر چلوونکی یې ټپي شو.
په کابل کې د اختر په ورځو کې ګڼه ګوڼه د نورو ورځو په پرتله خورا ډیره وي، چې امنیتي تدابیرو ته هم اړتیا لري.








