د پکتیکا برید لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ارګون ولسوالۍ بازار کې په یوه موټر بم چاودنې کې له ۴۰ زيات کسان کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د بي بي سي خبريال بلال سروري ته ویلي، په بريد کې له ۴۰ زيات نور کسان ټپيان دي چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
دغه وزارت وايي، دوی د مړو او ټپیانو د لېږدولو لپاره اته امبولانسونه او چورلکې هم سیمې ته استولي دي.
د ارګون ولسوال محمد رزاق خروټي بي بي سي ته وویل، چاودنه نن ګهیځ شاوخوا لس بجې د ارګون ولسوالۍ بازار په دروازه کې وشوه.
نوموړی وايي، چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال وشوه.
د چاودنې یوې خوا ته مدرسه او بلې ته یې یو جومات دی.
د پکتیکا د امنیت آمر سمونمل نثار احمد عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، د پېښې زیاتره قربانیان او ټپیان ولسي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، خو دوه پولیس پکې وژل شوي.
د ځاني تلفاتو د شمېر په تړاو بېلا بېلې ادعاوې دي. د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپر شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه پېښه کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې په برید کې لږ تر لږه ۸۹ کسان وژل شوي.
تحلیل - بلال سروري- کابل
- د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان له شمالي وزیرستان سره پر پوله د سې شنبې ورځې برید د امنیتي ځواکونو لپاره کومه حیرانوونکې خبره نه ده. په دې سیمه کې د حقاني شبکه هم فعالیت لري.
- تېره اونۍ، ځانمرګو برید کوونکو د عزیزالله په نامه د سیمه ییزو پولیسو د یوه مشر د وژلو هڅه وکړه. عزیزالله سیمې ته د امنیت په راوستلو کې مهمه ونډه لرله، چې د چارواکو په وینا دې کار پکتیکا کې د حقاني شبکې د ملا تیر ورمات کړی.
- په دې ولایت کې د حقاني شبکې اړوند د چاودېدونکو توکو یو شمېر هغه موټر او لارۍ وړاندې نیول شوې، چې هدف یې د چارواکو په نښه کول وو. خو په وروستیو کلونو کې، زیاتره موټربم بریدونه شنډ شوي، یا نیول شوي او یا هم هدف ته نه دي رسېدلي.
- دې برید وښوده، چې په افغانستان کې د ولسي وګړو لپاره ورځنی ژوند څومره له ستونزو او ګواښونو ډک دی. د ارګون بازار، چې یو وخت به د خرڅلاو ګڼه ګوڼه پکې وه، اوس یې دوکانونه او رسټورانټونه پر کنډوالې بدل شوي، او په وینو کې لمبېدلی دی.

د عکس سرچینه،
پکتیکا کې زموږ خبریال احسان الله مهجور بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د لومړنیو راپورونو له مخې، تر اوسه د وژل شویو شمېر یو څلوېښت شوی، خو ټپیان تر پنځوسو اوښتي دي.
نوموړی وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې د مارکیټ چت یې راوغورځاوه او ډېر خلک ترې لاندې شول.
ارګون د پکتیکا له مرکز ښرنې ښار نه نژدې پنځوس کیلومتره لیرې یوه نسبتاً امن ولسوالي ده.
طالبان
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ارګون په بازار کې چاودنه ددوی کار نه دی.
طالبان وايي، د دې پېښې په اړه پلټنه روانه ده، چې د چا کار دی، خو وايي چې دا کار د دوی نه دی، ځکه چې په وینا یې دوی ته یې هېڅ ګټه نه رسېږي.
څو میاشتې وړاندې هم د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
پر همدې مهال، نن ګهیځ کابل کې چاودنې د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه کارکوونکي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.








