پکتیکا کې د ۱۰ اورپکو د وژنې ادعا
پکتیکا ولایت کې چارواکي وايي، پولیسو د دغه ولایت په سرحدي ګومل ولسوالۍ کې د دولت ۱۰ وسله وال مخالفین وژلي دي.
له پکتیکا ولایت نه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه وسله وال کسان د یوه کمین په ترڅ کې هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل يې د وسله والو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاورې ته ننوځي.
خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ډزو په ترڅ کې دوه پولیس سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




