پکتیا: ګردیز کې پنځه بمي چاودنې شوې

د عکس سرچینه، AP
د پکتیا ولایت مرکزي ښار ګردیز کې نن له غرمې وروسته یوه په پله بله پسې ۵ چاودنې شوې، چې ټولټال ۹ کسان پکې ټپیان شوي دي.
لومړۍ چاودنه د ګردېز مرکزي څلورلارې څنډې ته ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله شوه.
دغه چاودنه د افغان ملي پوځ پر رینجرز ګاډي شوې او له دې لږ وروسته د پولیسو پر یوه ګاډي هغه مهال چاودنه وشوه، چې د پولیسو ګاډی له یوې بلې څلور لارې د تېرېدو په حال کې و.
د پکتیا امنیې قومندانۍ د امنیت مرستیال محمد زمان په وینا ۲ پولیس او ۳ ملکي کسان په دغه پېښه کې ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی. یوه بله چاودنه ګردېز ښار ته څېرمه خواجه حسن کلي کې د سړک غاړي ته یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو چاودنې له کبله شوې، چې د چارواکو په وینا کوم زیان یې نه دی اړولی.
له دې لږ وروسته د ګردیز ملکي روغتون ته څېرمه دوې نورې چاودنې شوې، چې د ځايي چارواکو په وینا څلور ملکي کسان پکې ټپیان شوي دي.
روغتیا پالانو هم تایید کړې، چې د پېښې له ځایه څلور ټپیان وروړل شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.
له دې مخکې د روانې جون میاشتې لومړیو کې د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې یو سیمه ییز پولیس، دوه امریکایي پوځيیان، پنځه د ښوونځي زده کوونکي او دوه ښاریان وژل شوي وو.
هغه برید کې ځايي چارواکو د د زده کونکو او ښاریانو په شمول د ۱۶ کسانو ټپي کېدل هم تایید کړي وو. د پکتیا امنیه قومنداني هغه مهال ویلي و، برید داسې مهال وشو، چې د ښوونځي زده کوونکي په تفریح بهر ته راوتلي وو.








