کابل کې چاودنې د ارګ دوه کارکونکي وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د کابل ښار په ختیځه سېمه، احمد شاه بابا مېنې کې د ارګ، کارکونکو پر یوه موټر بمي چاودنه شوې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي.
دا چاودنه د سې شنبې په سهار ( ۱۵ جولای ) پېښه شوه.
د کابل پولیسو مشر وايي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپیان شوي، چې ټول کسان د ولسمشرۍ ماڼۍ کارکوونکي وو. ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د کابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي، بي بي سي ته وویل پېښه نن سهار له ځايي وخت سره سم شاوخوا اووه بجې د کابل ښار د پولیسو دولسمه حوزه، احمد شاه بابا مېنه، کې رامنځ ته شوې.
ستانکزي زیاته کړه، چې چاودنه د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي بم چاودنې له امله پېښه شوه، چې له لرې لارې کنترول کېده.
لا تر اوسه د دغې پېښې د قربانیانو پېژندګلویي نه ده اعلان شوې خو پولیس وايي، چې د دې پېښې قربانیان د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو د برخې کار کوونکي وو چې له کور څخه د کار ځای ته تلل.
احمدشاه بابامینه د کابل- جلال اباد پر لاره د پلازمېنې په ختیځه برخه کې پرته ده او له دې نه مخکې هم په همدې لاره کې د افغانستان د دولت وسله والو مخالیفینو له خوا ځانمګرګي بریدونو او چاودنو هڅه شوې.
تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو امنیتي ځواکونه د دې پېښې پړه په وسله والو مخالفانو اچوي. د افغانستان پلازمېنه د نورو ولایتونو پرتله نسبتاً ښه امنیت لري، خو د دولت مخالیفین چې د افغان دولت پر ضد جګړه کوي، کله نا کله پلازمېنه کې هم د دا ډول پېښو را منځته کولو هڅې کوي.
دولتي چاوراکي په ټولیز ډول د مخالیفینو له خوا د دا ډول بریدونو موخه وي. دوې اوونۍ مخکې هم د کابل ښار په شیر شاه مېنه سیمه کې د افغانستان امنیتي ځواکونو اووه کسان ووژل شول او ۱۶ کسه نور ټپيان شول. چې د دغې پېښې ټول قربانیان د ملي دفاع وزارت کارکوونکي وو.








