د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې وځنډېدې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې یې د بیا شمېرلو په وجه ځنډولې دي.
په پام کې وه چې دغه پایلې نن(شنبه د غویي ۲۷مه) په ډاګه شوې وای، خو کمیسیون وايي چې ټولې دغه پایلې به په راتلونکو څو ورځو کې د کمیسیون په انټرنېټي پاڼه خپرې شي.
په همدې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لپاره ولایتونو ته د حساسو او اړینو توکو د لطږد لړۍ نن(شبنه) پیل شوه .
لکه چې محمود کوچی له کابله په خپل رپوټ کې کاږي، که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتی شوراګانو په ټاکنو کې د درغلیو په اړه څه نه وايي خو پر یوې خبرې بیا بیا ټینګار کوي چې د دغه ځنډ موخه یوازې او یوازې حق حقدار ته سپارل دي.
د کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي، د افغانستان له ټولو ولایتونو نه د دغو ټاکنو پایلې دوی ته رسېدلي چې ښايي په نژدې راتلونکي کې یې د کمیسیون د انترنټي پاڼې له لورې خپرې کړي.
که څه هم ولایتي شوراګانو ته ولاړ یو شمېر نوماندان د دغه ځنډ له امله اندیښمن شوي، خو کمیسیون وايي موخه یې د دغو رایو کره شمېره ده چې د دوی په وینا، په دې توګه دوی حق حقدار ته ورسوي.
دا رنګه ښاغلي نور خبریالانو ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو لپاره ټولو ولایتونو ته د اړینو او حساسو توکو لېږد همدا نن(شنبه) پیل شو ، هغه د دغه لېږد په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو ونډه وستایله.
د ټاکنو کمیسیون ویاند وايي د تېرو ټاکنو نه یې هومره څه زده کړي چې د ده په وینا، ټولې هغه تشې به ډکې کړي چې په تېر هغه کې ورسره مخامخ وو.
ښاغلی نور وايي چې په دویم پړاو کې د رایې کارولو د مرکزونو شمېر له شاوخوا شلو زرو څخه 24 زرو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون دا مني چې د ټاکنو په دویم پړاو کې به هم له زیاتو ننګونو، په تېره د امنیتي ننګونو سره مخامخ وي.
خو کمیسیون دا هیله هم څرګندوي چې افغان امنیتي ځواکونه به وتوانېږي چې د دغو ټاکنو امنیت خوندي کړي.








