د ولسمشریزو ټاکنو نژدې ۹۰٪ رایې شمېرل شوې

د عکس سرچینه، AP
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټول ټال رایو ۸۹ سلنه برخه یې سیستم ته داخله کړې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (غويي څلورمه) به د قسمي پایلو درېیم پړاو اعلان کړي.
دا به د اعلانېدونکو پایلو تر ۸۰ سلنې ډېره برخه وي.
د رای اچونې له نژدې ۱۵۰۰ مرکزونو څخه، چې پر رایو یې شک کېږي، د ۱۴۶۳ مرکزونو رایې اوس د ټاکنیز کمیسیون سیستم ته د داخلېدو په حال کې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور کابل کې خبریالانو ته وویل، د دغو مرکزونو د رایو صندوقونه له دې کبله وپلټل شول، چې زیاتره رایې یې د یوه مشخص نوماند په ګټه شمېرل شوې وې.
ښاغلي نور دا هم وویل چې د ۷۸۹ نورو رای اچونو د مرکزونو د رایو بیا شمېرنه هم بشپړه شوې ده.
پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) ویلي، د رای شمېرلو د روڼوالي لپاره د افغانستان ټاکنیز کمیسیونونو هڅې د درناوي وړ دي.
د یونما مشر یان کوبیش د ټاکنیزو کمیسیونونو له مشرانو سره په کتنه کې د هغوی هڅې ستایلې دي او یوځل بیا یې د ملګرو ملتونو په استازولۍ د افغانستان د ټاکنو ملاتړ کړی دی.

بل خوا، د ټاکنیز کمیسیون د رسنیو د سرغړونو ارزوونکي کمیسیون ۱۴ انځوریزې او غږیزې رسنۍ د سکوت پړاو کې د یوه کاندید په ګټه په خپرونو تورنې کړې دي.
کمیسیون ویلي، چې تورنې رسنۍ یې له پنځو زرو تر ۷۵ زرو افغانیو پورې نغدي جریمه کړې دي.
په تورنو رسنیو کې ۱۳ تلوېزیونونه او یوه رادیو راځي.
د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر راتلونکې شنبې اعلانېږي.








