د ولسمشرۍ ټاکنو ابتدايي پايلې نن اعلانېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي نن به د ۱۳۹۳ ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې سل په سلو کې اعلان کړي.
تر دې مهاله د څه باندې ۸۲ سلنه رایو لومړۍ پایلې جوتې شوي، چې پر بنسټ یې عبدالله عبدالله د ۴۳ اعشاریه ۸ سلنه رایو په اخستلو تر نورو مخکې دی.
مصطفی سالک په خپل راپور کې وايي، ورپسې د اشرف غني احمدزي نوم راغلی چې ۳۲ اعشاریه ۹ سلنه رایې یې خپلې کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي د لومړي مهال ویش له مخې تر دوه ورځني ځنډ وروسته به نن د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رایو لومړۍ پایلې پر ډاګه کړي.
د کمېسيون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل د پایلو تر څنګه به دا هم جوته کړي چې په ټولیزه توګه څومره کسانو په ټاکنو کې برخه اخستې وه.
دی وايي دا به روښانه شي، چې د ولایتونو پر کچه چا په کوم شمیر رایې خپلې کړې دي.
د ټاکنیز مهال ویش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ۲۰ ورځې وخت لري چې ور رسیدلي شکایتونه و ارزوي او په اړه یې پریکړه وکړي.
په پام کې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې د غویي/ثور پر ۲۴مه نیټه اعلان شي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې که یو نوماند هم له پنځوس سلنې نه د ډیرو رایو په اخستلو بریالی نه شي د سر سر دوه نوماندان به د ټاکنو دویم پړاو ته وځي.
تر دې مهاله د څه باندې ۸۲ سلنه رایو لومړۍ پایلې جوتې شوي، چې پر بنسټ یې عبدالله عبدالله د ۴۳ اعشاریه ۸ سلنه رایو په اخستلو تر نورو مخکې دی.
ورپسې د اشرف غني احمدزي نوم راغلی چې ۳۲ اعشاریه ۹ سلنه رایې یې خپلې کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي د لومړي مهال ویش له مخې تر دوه ورځني ځنډ وروسته به نن د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رایو لومړۍ پایلې پر ډاګه کړي.
د کمېسيون ویاند نورمحمد نور بي بي سي ته وویل د پایلو تر څنګه به دا هم جوته کړي چې په ټولیزه توګه څومره کسانو په ټاکنو کې برخه اخستې وه.