داودزی: د افغانستان ۹۰ سلنه برخه کې ټاکنې کېږي

د عکس سرچینه،
افغان امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي، چې د دغه هېواد په ۹۰ سلنه سیمو کې به ټاکنې تر سره شي.
د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سرپرست وايي تر ۴۰۰زره ډېر امنیتي کسان د ټاکنو پر مهال د امنیت د ټینګښت لپاره ګومارل شوي دي.
چارواکي دغه راز وايي امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې، چې د درغلیو په صورت کې د هغو ټیلفوني شمېرو له لارې اړوند چارواکو ته معلومات ورکړي، چې د رایې اچوونې په ټولو مرکزونو کې ټومبل کېږي.
نورمحمد سعید په خپل راپور کې وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره رایې اچوونې ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.
د افغانستان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې ټاکنې به په سوله ییز چاپیریال کې تر سره شي.
له ۴۰۰زرو ډېر امنیتي کسان، چې د افغان ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت اړوند دي، د افغانستان په بېلو برخو کې په دندو ګومارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د افغانستان په ۹۰ سلنه برخه کې به ټاکنې تر سره شي.
ښاغلی داودزی وايي: ''زه نن د ویډیويي کنفرانس له لارې په ټولو ولایتونو کې د پوځ او پولیسو له قومندانانو سره وغږېدم. ما له دوی نه رپوټ تر لاسه کړ او دوی تایید کړه، چې له امنیتي تدبیرونو ډاډه دي. دوی منتظر دي، چې د هېواد په لر او بر کې به ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه لوړه وي. اجازه راکړئ ووایم، چې د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېرې برخې کې به ټاکنې تر سره شي''.
د افغانستان ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل وویل امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې، چې د امنیت ټینګښت تر څنګ د درغلیو مخنیوی هم وکړي.
هغه وویل امنیتي ځواکونه به د هغو ټیلیفوني شمېرو له لارې، چې د رايې کاروونې په مرکزونو کې ټومبل شوې، اړوند چارواکو ته معلومات ورکړي:
''موږ د افغانستان په لر او بر کې له خپلو همکارانو دا تمه لرو، چې دوی باید په بشپړه توګه بې پرې وي، هر څوک، چې په ټاکنو کې د درغلي کولو لپاره هڅه او هاند کوي، دوی یې باید مخنیوي وکړي او ژر تر ژره اړوندو چارواکو ته معلومات ورکړي''.
امنیتي مقاماتو دغه راز وویل د ټاکنو د څارونکو د امنیت ټینګښت او د رایې کاروونې مرکزونو ته د هغو لېږدولو ته ژمن دي.
دوی دغه راز له څارونکو وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو تر سره کېدو په هدف لرې پرتو سیمو ته لاړ شي او د رایې کاروونې بهیر وڅاري.








