دفاع وزارت: طالبانو ته د ټاکنو امنیتي پلان نه دی رسېدلی

ظاهر عظیمي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، عظیمي وايي، چې په تیرو دوو میاشتو کې د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر درو سوو ډېر عملیات پیل شوي دي.

افغان چارواکو د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې ګني د ټاکنو د امنیتي پلان د لاسته راوړلو په اړه يې کړي وه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وايي، د طالبانو دغه ادعا د هغوی د رواني جګړې یوه برخه ده چې حقیقت نه لري.

د هغه په وینا د ټاکنو امنیت د تامین لپاره "پوره چمتووالی "نیول شوی او د ټاکنو په ورځ ټول هوايي او ځمکني ځواکونه د تیارسئ په حالت کې وي، چې د اورپکو هر راز احتمالي فعالتیونو ته به ځواب ووايي.

کابل کې زموږ همکاره ملائکه احمدزۍ پخپل راپور کې وايي، نژدې ۳۵۰ زره افغان امنیتي سرتېري د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د امنیت په ساتلو بوخت دي.

افغان چارواکي وايي، د ټاکنو د امنیت ګډوډولو په اړه د طالبانو ګواښونه د هغوی د رواني جګړې یوه برخه ده، خو افغان ځواکونه د ټاکنو د امنیت ساتلو بشپړ توان لري.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان دا هم ویلي، چې د ټاکنو په ورځ به په هر زون کې د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره هوايي ګزمې وي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان دا هم ویلي، چې د ټاکنو په ورځ به په هر زون کې د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره هوايي ګزمې وي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د ټاکنو د امنیتي پلان په اړه د طالبانو ادعا رد کړه.

ښاغلي عظیمي وویل، په ټولو هغو ځایونو کې چې د امنیتي ننګونو احتمال شته و، هلته یې ځواکونه ځای په ځای کړي ، امنیتي تشې یې ډکې کړې، ترڅو اورپکي ونه شي کړای چې له دې فرصته په ګټې اخیستو ټاکنې ګډوډې کړي:

''د ټاکنوپه ورځ تر ټاکنو د مخکې ورځو له خوځښتونو سره بشپړ توپیر لري، چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې پکې وشوې، یعنې امنیتي فضا داسې برابریږي چې له دښمن ډېر فرصتونه له لاسه وباسي، د بېلګې په توګه، لېږدوونکي وسایط ډېر تګ راتګ نه کوي وګړي کتل کېږي ټول مرکزونه کنټرولېږي، زموږ ټول ځواکونه د امنیت ساتلو کې برخه اخلي، چې د نورو ورځو په پرتله به فضا بیخي بېل ډول وي. زه په ډاګه ویل شم، چې د تېر په پرتله به شرایط ډېر ښه وي''.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند په وینا، دوه میاشتي مخکې د ګواښونو له منځه وړلو او د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره په ټول هیواد کې سلګونه عملیات پیل شوي دي.

پر همدې مهال، د افغانستان ځانګړو ځواکونو مشر ډګروال جلال الدین یفتلي د ټاکنو په ورځ د احتمالي بریدونو پر وړاندې د خپلو ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړی:

''د ګډو ځانګړو ځواکونو د کنډکونو د شپنیو اصلي عملیاتو سربېره، موږ پلازمېنه او د افغانستان په څلورو زونونو کې د لومړۍ درجې تیارسئ حالت ته چمتو یو او د افغانستان په هره برخه کې چې کومه پېښه وشي، په یوه آن کې موږ هلته ځان رسولی شو''.

ټاکل شوی چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په راتلونکې شنبې د رای ورکولو په ۶۴۲۳ مرکزونو کې وشي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټاکل شوی چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په راتلونکې شنبې د رای ورکولو په ۶۴۲۳ مرکزونو کې وشي.

له بلې خوا، له څو ورځو راهیسې کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د اورپکو د نفوذ د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان دا هم ویلي، چې د ټاکنو په ورځ به په هر زون کې د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره هوايي ګزمې وي.

افغان امنیتي چارواکو د ټاکنو په ترڅ کې د خرڅلاو ځایونو، رستورانتونو، لویو پلورنځیو او هغو ځایونو چې بهرني وګړي پکې راټولیږي، غوښتي چې یا دې خپل امنیت پخپله ونیسي او یا دې خپل فعالیتونه وځنډوي.

ټاکل شوی چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې په راتلونکې شنبې د رای ورکولو په ۶۴۲۳ مرکزونو کې وشي.