د سلما بند ۷ ساتونکي د ماين يوې چاودنې وژلي

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, له هراته
د افغانستان د لويديځ هرات ولايت په چشت ولسوالۍ کې ۷ افغان پولیس د سړک د غاړې ماین په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند محی الدين نوري وويل دغه پولیس د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنی منسوبین وو، او په دغه ولسوالۍ کې يې د سلما د اوبو بند د پروژی ساتنه کوله.
د چارواکو په وینا په وژل شوو پولیسو کې دوه افسران او پنځه سرتیري شامل دي او په برېد کې څوک ژوندي نه دي پاتې شوي
ولايتي چارواکي وايي د وژل شويو رېنجر موټر هغه مهال پر ښخ شوي ماين وربرابر شو چې د اوبې ولسوالۍ نه د چشت شریف په لور روان وو.
څو مياشتې وړاندې افغان چارواکو له چشت ولسوالۍ سره نژدې د دوی په خبره کابو يو ټن چاودېدونکي توکي ونيول.
هغه مهال افغان چارواکو ادعا وکړه چې دغه توکي د ګاونډيو هېوادونو له لوري دغې سيمې ته ور وړل شوي او په وينا يې غوښتل يې د سلما بند والوځوې.
خو د دغې تازه پېښې پړه تر اوسه افغان حکومت په کومې ډلې يا هېواد نه ده اچولې.
که څه هم افغان چارواکي د سړک د غاړې ډېری بمي بريدونو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.








