هرات کې د اته کلن ماشوم دوه تښتونکي اعدام شول

افغانستان کې د یوه اته کلن ماشوم تښتوونکي اعدام شول.
د لویدیځ هرات ولایت والي داودشاه سبا وویل، د اته کلن ماشوم علي سینا نوروزي تښتونکي نن ګهیځ ( مې ۱۸) د هرات په مرکزي زندان کې اعدام شول.
د نوموړي په وینا د دې کسانو د اعدام حکم چې د افغانستان درې ګونو محکمو تایید او ولسمشر حامد کرزي توشیح کړی و، هرات زندان کې اجرا شو.
نوموړي زیاته کړه:
"په دوو کسانو د ماشوم علي سینا د تښتولو او شهید کولو له امله نن سهار لس بجې د هرات زندان کې د هېواد د ثلاثه محکمو حکم چې وروسته د افغانستان ولسمشر توشیح کړ، تطبیق شو . زه هیله مند یم دا به د هغو کسانو لپاره د عبرت درس وي، چې په هرات ولایت کې د اختطاف لپاره فکر کوي او یا یې همدا اوس کوم بل ماشوم تښتولی."
اعدام شویو کسانو پنځه میاشتې مخکې د هرات د یوه تجار اته کلن زوی علي سینا نوروزي د پېسو تر لاسه کولو لپاره تښتولی و او وروسته یې وواژه.
د تښتول شوي ماشوم وژنې د ولس غم او غوسه راوپارول، چې د پراخو مظاهرو په لړ کې یې تښتوونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوله.
د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر د ماشوم د دوو تښتونکو عبدالسمیع او جلیل احمد د اعدام حکم توشیح کړ.
د وژل شوي ماشوم پلار نصیراحمد نوروزي د اعدام د حکم له اجرا کېدو وروسته خبریالانو ته وویل:
"نن خوښ یم، چې عدالت په افغانستان کې په سمه معانا پلي شو. نن به د غم کالي له غاړې لرې کړم. له ولسمشر، د هغه له کاري ټیم او ټولو عدلي قضايي او امنیتي ارګانونو مننه کوم چې مهرباني یې وکړه، زیار یې وایست او دغه حکم یې اجرا کړ."
د علي سینا له تښتول کېدو او وژل کېدو وروسته افغانستان کې پراخ احتجاجونه وشول.
هغه مهال ولسمشر کرزي له محکمې وغوښتل، چې د قتل دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي.
هرات کې د سړي تښتونې ستونزې دغه ښار کې د پانګونې او امنیت پر وړاندې جدي خنډونه رامنځ ته کړي او ښاریانو دې لړ کې احتجاجونه کړي دي.
دا وروستیو کې هرات چارواکو وویل، د سړي تښتونکو یوه ۷ کسیزه ډله یې نیولې چې د دوی په وینا یو سړی یې وژلی او یو بل یې تښتولی و.








