طالبان: د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف ګام دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي "د پاکستان لخوا د تورخم دروازې تړل او په افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب" له اوصولو سرغړونه ده.
له دغه وزارته په یوه خپاره شوي بیان کې د خبرو اترو له لارې له پاکستان سره د روانې کشالې پر حل ټینګار شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ډول کړنې نه یوازې د افغانستان او سیمې سوداګري زیانمنوي، بلکې د پاکستان ملي اقتصاد ته هم چې په صادراتو ولاړ دی زیان رسوي.
بلخوا د پاکستان په چارسمبالي حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په چترال کې یې د ټيټيپي د وروستي برید په تړاو خپل شدید اعتراض په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته استولی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په علامیه کې راغلي، "د تورخم دروازه وروسته له هغې د پاکستان حکومت وتړله چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه، پر ترميم بوخت وو."
په دې اعلامیه کې همدا راز څو ورځې وړاندې بلوچستان کې د "پاکستاني پولیسو یوې پوستې ته نږدې" د افغان سوداګرو پر اینځرو د بار لارۍ، چې هند ته روانه وه د سوځول کېدو" او همدا راز په دې وروستیو کې په "کراچۍ بندر کې د حساس لیست په پلمه" سلګونو کانټینرو کې د بار افغان توکو او موټرونو د درول کېدو یادونه هم شوې ده.
د طالبان حکومت وايي، دا ډول اقدامات "تشویش او بي اعتمادي" را منځته کوي.
اعلامیه زیاتوي چې پاکستان ډېر وخت د خپلو "پخوانیو ژمنو، حاکم عرف او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د تعهداتو پر خلاف" کراچۍ بندر کې مشکلات رامنځته کوي او د افغان کرنیزو حاصلاتو او میوو د رسېدو پرمهال "په نه توجیه کېدونکو پلمو دروازې تړي."
د طالبانو حکومت وايي دا کار د زیانونو ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ واټن هم زیاتوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اعلامیه کې راغلي چې دا هم د توجیې وړ نه ده چې د تورخم دواړو غاړو ته پر جنازو سربېره د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون ګڼ شمېر مساپر بند پاتې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ستونزه دې له دېپلوماتیکو لارو حل شي.
تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو تر هغې چې د افغانستان لخوا د امنیتي ننګونو په اړه پرمختګ ونه شي، دروازه به تړلې وي.
له دې سره هممهاله د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په چترال کې د وروستیو بریدونو په تړاو ورغوښتی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی جلیل عباس جیلاني تیره ورځ یوې خبرې ناسته ته وویل چې خپل شدید اعتراض یې د افغانستان سفارت سرپرست ته سپارلی دی.

د عکس سرچینه، Embassy of AFG
هغه وویل "دا د افغانستان دولت مسوولیت دی چې د هغو بریدونو مخه ونیسي، چې له خاورې یې کېږي. د افغانستان له حکومته مو تمه ده چې ټيټيپي او نورې مخالفې ډلې وځپي."
په ورته وخت کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت سرپرست هم ویلي چې د اسلام اباد او نړۍ تمه له طالبانو دا ده چې د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکارول شي.
خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چترال بریدونو په اړه بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان هغه ادعا رد کړې وه چې د دغو بریدونو لپاره دې وسله وال د افغانستان له خاورې ورغلي وي.









