د مرکزي اسيا هېوادونو او اروپا شورا مشر افغانستان کې د ټولګډوني حکومت او د ښځو په حقونو ټينګار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو او د اروپايي شورا مشر چارلس میشل په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده او په يوه اعلاميه کې يې د ټولګډوني حکومت پر رامنځته کولو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکيو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادو پر ورکړه او درناوي ټينګار کړی دی."
د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ولسمشرانو او د اروپايي ټولنې شورا د رئیس دوه ورځنۍ ناسته د جمعې په ورځ قرغزستان کې پای ته ورسېده او له غونډې وروسته يې ګډه اعلاميه هم خپره کړه.
په اعلامیه کې راغلي، په سیمه کې ترهګري او افراطيت ته هڅول د نه منلو وړ دي او پر انټرنېټ د ترهګرۍ ايډيالوژۍ او پروپاګند خپرېدو سره د جدي مبارزې يادونه شوې ده.
دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه تر ډېره د اروپا او د مرکزي اسیا هېوادونو په اقتصادي او سیاسي اړیکو او همدا راز د دغو اړیکو په دوه اړخیزه ګټو ورټوله وه.
خو په ورته مهال يې افغانستان کې وضعيت په اړه هم چې د مرکزي اسیا له ډېری هېوادونو سره ګډه پوله لري اندېښنه ښودلې ده.
خو په اعلامیه کې د نړیوالو قوانینو او نورمونو په رڼا کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو ستاینه او هرکلی شوی دی او له افغانانو سره د نړیوالو مرستو د ډېرولو او د وېش برخه کې یې د ملګرو متلونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د عکس سرچینه، Taliban
په دې وروستيو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې لپاره د دوی شرط دا دی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت نشتوالي ته ناخوښه دي او دا ناخوښي یې طالب چارواکو ته په ډاګه کړی دی.
طالبانو لا د مرکزي اسيا هېوادونو او اروپا شورا د مشر غونډې په اړه څه نه دي ویلی خو په تېر کې یې ويلي چې په افغانستان د ښځو بشري حقونه خوندي دي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې په موقتي ډول ځنډول شوې او وايي دغه ستونزه به د شریعت په رڼا کې حل شي، دوی خپل حکومت هم ټولګډونی بولي.











