ایران او پاکستان د افغانستان وضعیت "اندېښمنوونکی" بللی

ايران او پاکستان

د عکس سرچینه، TASNIM/ Getty

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تازه د نورو دوه اړخیزو او سیمه‌ييزو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان خبرې کړې او د دغه هېواد حالت يې اندېښمنوونکی بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره په ټلیفوني خبرو کې افغانستان کې د ښځو پر زدکړو بندیز خواشيني څرګنده کړې او یو وار بیا یې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغو خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو د ګډو پوځي او امنيتي همکاریو پر اړتیا هم ټینګار کړی.

په اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله ليکل شوي چې نوموړي په افغانستان کې د ښځو د زدکړې، ټولګډوني حکومت پر جوړېدو او له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی.

د افغانستان پر دغو ګاونډیو هېوادونو سربېره نژدې ټوله نړۍ په یوه خوله په افغانستان کې له طالبانو غواړي چې خپلې وروستۍ پرېکړې بېرته واخلي، ټولګډونی حکومت جوړ کړي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما تازه پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته ننوتونکی دی. د یوناما په وینا د ښځو پر کار او زده کړو بندیز به ټول افغانان زیانمن کړي.

یوناما ليکلي چې د دغه ماموریت مرستیال مارکس پوتزل د لوړو زده کړو لپاره د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې هر څومره چې زر کېږي دا بندیزونه دې لیرې کړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Taliban

د مسلمانو دیني عالمانو نړیوالې ټولنې پلاوی هم د ورته غوښتنو لپاره په افغانستان کې دی. وړاندې یې ویلي وو چې پلاوي يې غوښتل د طالبانو له مشر سره وګوري خو هغه يې له لیدنې معذرت غوښتی.

د مسلمانو دیني عالمانو د ټولنې په دې پلاوي کې د مصر، سودان او فلسطین اتباع شامل وو.

د دې ټولنې مشر علي القره داغي د طالبانو د مشر له خوا د دوی پلاوي سره د نه لیدلو په اړه یوه پیغام کې ویلي، دې پلاوي غوښتل د ځینو قضیو په اړه د طالبانو له مشر سره خبرې وکړي. القره داغي دې لړ کې ویلي وو، پلاوي دغه راز غوښتل د طالبانو د ځینو مشرانو ترمنځ اختلاف - که چېرته وي، حل کړي.

طالبانو لا هم د اسلامي نړۍ د علماوو د پلاوي د سفر په ګډون د بېلابېلو هېوادونو او لورو دغو تازه دریځونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو په قطر کې د دغې ډلې د دفتر یوه غړي سهیل شاهين پر ټویټر ليکلي چې د نړۍ د علماوو دغه شپږ کسیز پلاوی له طالب مشرانو سره په لیدنو بوخت دی خو دا دلیل يې نه دی په ګوته کړی چې د دې ډلې مشر ولې نه دي ورسره نه دي ليدلي.