ملګري ملتونه؛ ۱۹ میلیون افغانان له لوږې سره مخامخ دي، اقتصادي سیستم یې باید پیاوړی شي

مارټین ګریفیټس

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، مارټین ګریفیټس وايي، تېر ژمی افغانستان کې لوږه ډېره وه، چې د ملګرو ملتونو په مرستو ځینو اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسېدې.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې اوسمهال نولس میلیونه خلک له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخامخ دي چې په دوی کې شپږ نیم میلیونه یې بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارو کې د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس ویلي، باوري دی چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د بې وزلۍ روان کړکېچ تر عُهدې نه شي وتلی او ددغه هېواد د بانکي سیستم پیاوړي کولو ته اړتیا ده.‌

نوموړی وايي ۱۹ میلیونه خلک چې د افغانستان د وګړو نژدې نیمايي برخه جوړوي، د خوړو په ناخوندیتوب کې پاتې کېږي.

دی وايي، دا چې افغانستان کې شپږ اعشاریه شپږ میلیونه وګړي خوراکي توکو او مرستو ته سخته اړتیا لري، په نړیوال کچ دا لومړنی هېواد دی چې د شدیدې بې وزلۍ کچه پکې په لویه پېمانه ښودل شوې.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی زیاتوي، د افغانستان اقتصاد ته باید اوږه ورکړل شي، "بانکي سیستم پیاوړی،‌ بېرته فعال او له نړیوال مالي سیستم سره ونښلول شي. د روغتیا او اوبو په شان لومړني خدمتونه پیاوړي او وساتل شي".

د ویډیو تشریح، په افغانستان کې لوږه او بې وزلي

مارټین ګریفیټس همداشان ویلي، افغانستان ته لوی اقتصادي زیان رسېدلی، طبیعي پېښو د افغانانو کړاو لا پسې ډېر کړی.‌

وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ویلي وو،‌ افغانستان د تېرو څه باندې دوو کلونو په شان نه دی، مالي سرچینې پکې کمې شوې او تر ډېره بهرنۍ مالي سرچینې پرې درېدلې دي.

دغه دفتر دا هم ویلي وو چې لاهم د افغانستان بانکونه د اقتصادي فعالیتونو لپاره کارنده چارې نه لري.

مارټین ګریفیټس وايي، د تېر کال له اګسټ میاشتې راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، په افغانستان کې خوراکي توکو ته د ۹۷ سلنه وګړو (۲۴.۴ میلیون خلکو) اړتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو شوه.

دی وايي، تېر ژمی افغانستان کې لوږه ډېره وه، چې د ملګرو ملتونو په مرستو ځینو اړمنو ته بېړنۍ مرستې ورسېدې.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

دی وايي، "افغانان اوس له دریو لویو خنډونو سره مخامخ دي، لومړی اقتصادي زیان، چې ګڼ وګړي هېڅ عاید هم نه لري، له بهره د افغانانو مرستې ترلاسه کول د تېر کال پرتله کم شوي، او کابو ۴۰ سلنه د کار وګړي وزګار دي، بېې هم لوړې شوي، او د خلکو تر نیمايي ډېر عاید پر خوړو لګول کېږي او اوسمهال ۲۵ میلیونه خلک په فقر کې ژوند کوي".

دی وايي، دویمه ننګونه طبیعي پېښې او ناورینونه دي، چې له کلونو راهیسې روان دي، "افغانستان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې اوس له ډېرې ناوړه وچکالۍ سره مخامخ دی، او دریم دا چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي".

دی وايي ددغو لویو ننګونو د مخنیوي لپاره درې کارونه پکار دي: "د افغانستان له اقتصاد سره باید همکاري وشي، په ملي کچه بانکي سیستم باید بېرته فعال شي او له نړیوال مالي سیستم سره ونښلول شي، د روغتیا او اوبو په څېر اساسي خدمتونه باید زیات شي او د ښځو او نجونو حقونه باید ورکړل شي".