'د افغانستان کلیو پرتله ښارونو کې بې‌وزلي لوړه شوې'

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه یو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده

د افغانستان اقتصاد وزارت د وروستیو څېړنو او سروې ګانو پر بنسټ ویلي، دا ځل د لرې پرتو سیمو پرتله په ښار مېشتو وګړو کې د بې وزلۍ کچه لوړه ثبت شوې ده.

وزارت ویلي په ښارونو کې د کورونا ګرځبندیز له کبله بې وزلي څلور سلنه او په لرې پرتو سیمو چې د دوی په وینا کورونا ډېر اغېز نه درلود بې وزلي درې سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي چې ولس ته یې د حساب ورکولو په یوه دولتي پروګرام کې خبرې کولې وویل سږ کال د بې وزلۍ کچې لوړېدو یو لوی لامل د کورونا وبا ده چې د ډېرو کارونو د تړل کېدو او ګرځبندیز سبب شوه.

نوموړي وړاندوېینه کړي چې د وګړو او بې وزلۍ کچې ته په کتو افغانستان به راتلونکی کار چندانې اقتصادي وده ونه لري.

هغې ویلي اټکل دی چې په راتلونکي کال کې د دې هېواد اقتصادي وده له ۲،۵ تر درې سلنې پاتې شي،

کابل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کابل ښار کې هر کال د اوبو د سطحې ټیټېدو له کبله د څښاک اوبه کمېږي

خو دا چې د دې وضعیت کابو کولو لپاره حکومت څه پلان لري د اقتصاد وزارت سالاکار سهراب بهمن یې په اړه بي بي سي ته وویل، د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري چې خپله اقتصادي وده وساتلی شي:

"راتلونکی کال به موږ لږترلږه مثتبه اقتصادي وده ولرو، چې له دوه نیمو تر درې سلنې به وي، په دې مانا چې موږ بېرته د خپل اقتصاد پر لوري ګرځو، دا هم زموږ او هم زموږ د نړیوالو همکارانو شننه ده. خو په دې کې شک نشته چې د خپل زیانونو کمولو لپاره موږ نړیوالې مرستې ته اړتیا لرو، موږ پر دې سربېره له هرې ممکنې لارې کار کوو چې اقتصادي وده وساتو".

د ۲۰۲ کال وروستیو کې په افغانستان کی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ادارې ‏(یو اېن ډي پي) ویلي وو، کورونا وبا د دې هېواد ټولنیز اقتصاد او وده د سیمې په کچه تر ټولو ډېره زیانمنه کړي ده.

د دې ادارې په رپوټ کې راغلي وو، د کورونا له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې بې وزلي ۱۷ سلنه لوړه شوې او په وینا یې دمګړۍ ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

یو این ډي پي افغان حکومت ته سپارښته کړې وه چې تر کورونا پخواني حالت ته د ګرځېدو لپاره سپما ډېره، په صادراتو او وارداتو ماليې لوړې او له فساد سره مبارزه یقیني کړي.

د ویډیو تشریح، یو این ډي پي وايي، په افغانستان کې بې وزلي ۱۷ سلنه لوړه شوې