کومې پروژې د افغانستان اقتصاد پر پښو دروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شعیب رحیم
- دنده, اقتصادپوه
د افغانستان اقتصادي خپلواکي به په راتلونکي کې د دې هېواد پر سیاسي او امنیتي ثبات مخامخ اغېز ولري. په دې لیکنه کې یو شمېر هغو پروژو ته کتنه شوې ده چې د دې اقتصادي خپلواکۍ په ترلاسولو کې ښایي مهم رول ولري.
چابهار بندر
چابهار بندر تر یوه بریده د ستراتیژیک چاپیرولو (Strategic Encirclement) د تیورۍ له لارې تشریحيدای شي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا حضور او له سویلي کوریا، جاپان، هندوستان او تایوان سره یې د نږدې اتحاد له امله چین خپل ځان ته د چاپیریدلو یا کلابندېدلو په نظر ګوري.
بل خواته هندوستان د چین له خوا په سریلنکا، برما او بنګله دیش کې جوړو شوو بندرونو ته د خپل ګیریدلو په سترګه ګوري.
نو ځکه کله چی چین د ګوادر بندر جوړولو لپاره خپل پلانونه را څرګند کړل، هندوستان په ايران نړېوالو بنديزونو سربېره او د نړیوالو فشارونو برخلاف د ګوادر نه شاوخوا ۷۲ کیلومیتره لرې چابهار بندر لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړلې.
چابهار یو سمندري بندر دی چې د ایران سویلي سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعيت لري.
په ۲۰۰۳م کال کې، هندوستان او ایران یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ يې هندوستان ژمنه وکړه چې د بندر د زیربیناوو د جوړولو او پراختیا په برخه کې به درنه پانګونه کوي.
خو په ایران باندې د امریکا د بندیزونو له کبله د کار پرمختګ ډیر ورو و. سره له دی بندیزونو، هندوستان خپل کار ته دوام ور کړ او ۲۰۰۹م کال کې د ۱۳۵ میلیون ډالرو په لګښت زرنج- دلارام لویه لار چې د کابل - هرات لویه لار له زرنج او له هغه ځایه له چابهار سره نښلوي بشپړ کړه.
د ۲۰۱۵م کال په اګست میاشت کې کله چې له ایران بندیزونه پورته شول نو د هندوستان لپاره لار پاکه شوه ترڅو د ایران نه ځمکه په اجاره واخلي او د چابهار بندر د پراختیا لپاره کار پیل کړي.
د لاجوردو اقتصادي دهلېز

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه اقتصادي دهلیز سوداګریزه او لېږدرالېږد لار ده چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له اقينې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلېږي او بیا د ترکمنستان له لارې له کسپین بحيرې تېرېږي او د ګورجستان، ازربایجان او ترکیې له لارې اروپا ته رسېږي.
په دغه لار کې سړک، پټلۍ او سمندري لېږدرالېږد یا ترانسپورتي وسایل شاملېږي.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونو اجرایه ریس عتیق نصرت په وېنا څو افغان سوداګرو دغه طرحه وړاندې کړې وه.
یاده لار څو سوه کاله مخکې د لاجوردو د ډبرو د سوداګرۍ لپاره کارېدله.
د دهلېز په اړه لومړی تخنیکي ناسته د ۲۰۱۴م کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه او بیا ۲۰۱۸م کال د د نومبر میاشت په ۱۵مه د غړو هېوادونو ترمنځ رسما تړون لاسلیک شو.
ټاپي او کاسا زر

د عکس سرچینه، Arg
ټاپي او کاسا زر پروژې د امریکا د "ورېښمو لارې نوي سټراټېژۍ" (New Silk Road Strategy) له مخې چې د امریکا پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن په ۲۰۱۱م کال کې په هندوستان کې اعلان کړه د پام او باور وړ وګرځېده، چې پکې ټاپي پروژه د مهمې سیمه ايزه پروژې د بېلګي په توګه وړاندې شوه.
دغه سټراټيژي ټینګار کوي چې منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د سړکونو، پټليو او انرژۍ لویو پروژو پرمټ سره وصل شي.
په یاده سټراټېژۍ کې افغانستان د سیمې د ټرانژیټ او ټرانسپورټ د مرکز په حېث د وصل نقطه ده.
عمده موخه یې دا وه چې یو خوا ته ۲۰۱۴م کال کې د نړېوالو ځواکونو وتلو او مالي مرستو کمېدو وروسته د افغانستان اقتصادي ثبات تضمین شي او بل خوا ته مرکزي اسیا هېوادونو سره مرسته وکړي ترڅو د روسیې نقوز نه راووځي.
کله چې سوړ جنګ پای ته ورسېد او شوروي اتحاد نسکور شو نو اروپا ته د ګازو د محیا کولو نللېکې په روسیه کې پاتې او انحصار شوې. مرکزي اسیا هېوادونه مجبور و چې د همدغو نللیکو له لارې ګاز صادر کړي چې روسیې له دغې وضیعت نه ناوړه اقتصادي ګټه پورته کوله.
د دغو ستونزو د حل لپاره په نویمه میلادي لسیزه کې ترکمنستان غوښتل خپل ګاز د افغانستان له لارې پر پاکستان و پلوري او په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول.
خو په افغانستان کې د خراب سیاسي او امنیتي وضیعت له کبله پروژه په ټپه ودرېدله. ۲۰۰۲ م کال کې ترکمستان، افغانستان او پاکستان له اسیایې پراختیایې بانک نه غوښتنه وکړه چې د پروژې د دارالانشاء رول ومني، چې بیا په ۲۰۰۳ کې ورته هند هم را وبلل شو او پروژه ټاپي وبلل شوه.

د ټاپي نللېکه ۱۸۱۴ کیلومتره مجموعي اوږدوالی لري، چې له افغانستان او پاکستان تر تېرېدو وروسته هندوستان ته رسېږي.
د ترکمن برخې نللېکې رغونه د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر میاشت کې پیل شوې وه او د افغانستان برخه د ۲۰۱۸م کال په فېبروري میاشت کې پېل شوه.
همدا راز د کاسا زر پروزې بحثونه په ۲۰۰۶م میلادی کال کې پېل شول کله چې کرغزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا په افغانستان او بیا له همدغې لارې پر پاکستان وپلوري.
د همدغه کال په پای کې د څلور واړو هېوادونو ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو. د پروژې له مخې، کرغېزستان او تاجکستان به د یو ۱۲۲۲ کلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته انتقالوي.
دا پروژه د ۲۰۱۶م کال په مۍ میاشت کې افتتاح شوه.
د یادونې وړه ده چې دواړه پروژې د نړېوالو سازمانونو لکه نړېوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او د امریکا متحده ایالتونو مالي ملاتړ له ځان سره لري.








