چابهار بندر ولې د امریکا له بندیزونو معاف شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شعیب رحیم
- دنده, کابل
سږکال د نومبر پر ۵مه، امریکا پر ایران خپل نوي بنديزونه ولګول چې تر ټولو سخت بندیزونه یادېږي.
خو افغانستان او هندوستان ته ځینې ځانګړې استثناوې ورکړل شوې دي.
د بېلګې په توګه هند ته اجازه ورکړل شوه پر چابهار بندر او ورسره اړوند اورګاډي پټلۍ کار وکړي چې له چابهار تر افغان پولې وغځېږي.
د دې ترڅنګ هند او افغانستان له ایران تېل واردولی شي.
د چابهار د استثنا په اړه د امریکا له خوا وویل شول چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ، بیا رغونې چارو او بشري اسانتیاو لپاره ورته استثنا ورکړل شوه.
خو که د چابهار ستراتېژیک ارزښت ته وکتل شي، نو دا به جوته شي چې د استثنا تر شا د افغانستان نه ورهاخوا نور داسې لاملونه وو چې امریکا اړه وه استثنا یې کړي.
د چابهار جیو- سیاسي او جیو- اقتصادي اهمیت

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال او سیمه ییز سیاست په رڼا کې چابهار ډېر ځانګړی جیو- سیاسي او جیو- اقتصادي حیثیت لري.
که وګورو چابهار د هند له خوا د چین په مالي مصرف جوړېدونکي ګوادر بندر په مقابل کې جوړېږي او په ورته وخت نوی ډېلی ور سره مځنۍ اسیا ته لار پېدا کوي.
په دې توګه هند په یاده سیمه کې د چين پر وړاندې خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ زیاتولی شي.
خو چین تل د چابهار پروژې ملاتړ کړی او لامل یې ښایي دا وي چې ایران سره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکي لري او غواړي د هغه ګټې په یادو برخو کې خوندي وساتي.
بلې خوا ته سره له دې چې د امریکا اړیکي ایران سره ترینګلي دي، او ورځ تر بلې ورباندې سخت نه سخت بندیزونه لګوي، خو بیا هم مجبوره ده د هند لپاره د چابهار په اړه یو څه نرم دریځ خپل کړي.
د دې لوی لامل دا دی چې واشنګټن غواړي په سیمه کې نوی ډېلی له سیاسي او اقتصادي اړخه د بېجینګ په مقابل کې پیاوړی کړي او چابهار د دغې موخې ترلاسولو لپاره ډېر مهم رول لري.
د امریکا افغان ستراتیژۍ کې هند ته ډېر رول ور کول

د عکس سرچینه، Irib
بل خوا کله چې ټرمپ د تېر کال اګست میاشت کې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه، نو هند ته په افغانستان کې د پراختیا په برخه کې پراخه ونډه ورکولو باندې ټینګار شوی و چې کابل او نوي ډېلي یې هرکلی کړی و.
په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د کابل او نوي ډېلي د پیوستون څرک نه مالومېږي، چابهار هغه دروازه ده چې هندوستان ته دا فرصت برابروي چې په افغانستان کې اقتصادي او پراخیتايي چارو ته دوام ورکړي.
چابهار هند له افغانستان سره نښلوي او افغانستان بیا د هند او د منځني اسیا هېوادونو ترمنځ یو پول جوړېږي.
دا پرمختګونه د هغو هلو ځلو برخه ده چې له برکته یې هند غواړي دا فرصت پیدا کړي چې د چین پر وړاندې په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ زیات کړي.
بلې خوا ته ایران سره د تېلو تجارت په اړه استثنا هم د حېرانتیا خبره نه ده.
هند په نړۍ کې یو د څلورو لویو تېل واردوونکو هېوادونو څخه دی او ایران بیا هند ته درېیم لوی تېل صادروونکی هېواد دی.
کله چې له ایران د تېلو د نه اخیستو په اړه د امریکا فشارونه زیات شول نو هند د امریکایي ضرب الاجل نه یوه میاشت وړاندې په دې اړه خپل دریځ روښان کړ، او جوته یې کړه چې دې برخه کې به پر ایران د بندیزونو مخالفت کوي.
په داسې سختو شرایطو کې د هند له خوا د ایران ملاتړ به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو پیاوړې کولو کې مرسته وکړي او د چابهار پروژې د بشپړولو لار به هواره کړي.
له بندیزونو مخکې نوي ډېلي ته د تهران خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
تهران ته د روان میلادي کال جولای میاشت کې نوي ډېلي خبرداری ورکړی و چې که د امریکا فشار لاندې او احمتالي بندیزونو سره سم، د ایران نه تېل اخیستل ودروي نو په چابهار بندر کې به ورکړل شوي ځانګړي امتیازونه له لاسه ورکړي.
که ایران اړ شو د چابهار پروژه کې چين ته مخ واړوي او ترېنه د ګډون غوښتنه وکړي نو د چابهار سره تړلې د هند ستراتیژیکې موخې به تر ډېره بریده زیانمنې شي.
بلې خوا ته د افغانستان له خوا له ایران د تېلو نه اخیستلو په ځواب کې احتمال و چې ایران افغانستان ته ټرانزیت برخه کې ستونزې رامنځته کړې وی.
چابهار د خپل ځانګړي ستراتیژیک ارزښت له کبله په ایران لګول شويو بندیزونو نه مستثنا شو، خو پر ایران لګول شوي پاتې بندیزونه به د ایران اقتصاد ته سخته ضربه ورسوي.
سره له دې چې چابهار باندې بندیزونه نه دي لګول شوي، له اقتصادي پلوه د ضعیف ایران لپاره به ډېره ستونزمنه وي چې هند سره په ګډه د بندر کارونه چټکۍ سره بشپړ کړي او له دې پروژې د افغانستان په ګډون په بشپړه توګه ګټه پورته کړي.








