افغانستان پر چابهار د بندیزونو نه لګېدو هرکلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت پر ایران د امریکا له نویو بندیزونو د چابهار بندر معاف کولو پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا نوې پرېکړه کې ویل شوي، افغانستان کولای شي له ایرانه تیل هم راونیسي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، دا پرېکړه پر دغه موضوع د ولسمشر غني غوښتنې ته د امریکا مثبت ځواب دی:
''له هغه مهاله چې پر ایران د اقتصادي بندیزونو موضوع راپورته شوه، افغان ولسمشر د چابهار بندر ارزښت په رڼا کې پر دې موضوع څو پړاونو کې له امریکايي ولسمشر سره بحث وکړ. له نیکه مرغه چابهار پر ایران د لګېدلو بندیزونو چوکاټ کې نه راځي. موږ د امریکا له متحدو ایالتونو د خپل ستراتېژیک متحد په توګه مننه کوو، چې دغې موضوع ته یې پام وکړ، چې د افغانستان لپاره مهمه ده. دا چې افغانستان کولای شي له ایرانه د تېلو په ګډون نور توکي وارد کړي زموږ لپاره مهمه خبره ده. ''
بل لور ته کابل کې د امریکا سفیر ویلي، افغانستان د ایران پر ضد له امریکايي بندیزونو معاف دی.
نوموړی وايي، افغانستان کولای شي له ایرانه نفتي توکي راونیسي او هغه توکي وارد کړي، چې د بندیزونو نوملړ کې نه راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا د دوشنبې په ورځ پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې بې ساري یې بولي.
خو د بهرنیو چارو زیر مایک پمپیو وايي، د افغانستان له پرمختګ سره د مرستې او ایران ته د انسان دوستانه توکو د لار ساتلو لپاره چابهار بندر او د هغه پراختیا بندیزونو کې نه راځي.
د چابهار بندر پروژه د هند په نوښت پلې کېږي چې له مخې یې له دغه بندر تر افغانستان یوه او ایران کې د زاهدان او مشهد ترمنځ بله پټلۍ هم جوړېږي.
له بندیزونو د چابهار پرته یا مستثنا کول په دې مانا دي چې له دې بندر د افغانستان صادرات او واردات دوام لرلی شي او دا ډول ایران له دې لارې خوراکتوکي، درمل، روغتیايي او طبي تجهیزات او کرنیز مواد ترلاسولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغانستان له ایران تېلي مواد هم اخیستلی شي.
د امریکا تازه بندیزونو له کبله د ایران د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د ایران د اقتصاد ټولې مهمې برخې اغېزمنېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ایران ولې بندیزونه لګېږي؟
امریکا وايي، د بندیزونو موخه یې دا ده چې د ایران حکومت او مشران یې د ځینې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ له دوام وګرځوي.
واشنګټن تهران تورنوي چې له اټومي تړون او پخوانیو بندیزونو لرې کېدو وروسته یې ترلاسه کړی مالي عاید د خپلو خلکو د اقتصاد ښه کولو په ځای په سوریه کې د حکومت د جګړې د دوام او د سیمې د بې ټیکاوۍ لپاره د ترهګرو ډلو د ملاتړ او د ایراني ولس د ځپلو لپاره کارولی دی.
د امریکا حکومت له ایران سره بل اټومي تړون، د دغه هېواد د بالستیک توغندیو د ازمویلو درېدل او د سیمې او انساني حقونو په تړاو د ایران سیاست کې بدلون غواړي.
ایراني چارواکي د امریکا دا تورونه ردوي، د خپل اوسني سیاست پر دوام ټینګار کوي او د واشنګټن بندیزونه کم اغېز بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او هند ته د چابهار اهمیت
هندي شرکتونه د چابهار بندر د پراختیا پروژه په مخ بیايي، که دا بندر د امریکا بندیزونو کې راتلی، د دې پروژې د بشپړولو لپاره سرچینې او مالي باور له سختو ستونزو سره مخ کېده.
د دې پروژې بشپړېدو سره په وچه ایسار افغانستان سمندر ته بله لار پیدا کوي او پر پاکستان یې تکیا کمېږي.
هند هم هیله لري چې د دې پروژې بشپړېدو سره د افغانستان په مهم سوداګریز ملګري بدل شي او د افغانستان له خاورې خپل توکي منځنۍ اسیا ته ورسوي.
د امریکا نوي بندیزونه هند ته دا چانس هم ور کوي چې له ایران تېل را نیسي.هند په سیمه کې د ایران د تېلو مهم پېرونکی دی.
وروستیو کلونو کې د واشنګټن او نوي ډېلي اړیکي ډېر نږدې شوي دي.










