ټاپي، سوله او جګړه

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د ټاپي پروژې په پيلېدو سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د دې امکان ترلاسه کړ چې د سیمې په کچه له خپل جغرافیایي موقعیته د پراخې ګټه اخستنې کار پيل کړي.
تاپي چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده او ترڅنګ یې ټاپ چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزي غزول دي، افغانستان په یوه سیمه ییزه اقتصادي دهلیز بدلوي.
تمه کېږي چې دا پروژه په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
تاپي پروژه چې لس میلیارده ډالره لګښت پرې راځي ټاکل شوې په څلورو کلونو کې ترسره شي.
افغانستان په دې پروژه کې ترانزیتي رول لري او په کال کې به شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي.
د ټاپي د ګازو د لېږد لوله په کال کې ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز لېږدوي. دا پروژه د څلور واړه ښکېلو هېوادو او په ځانګړي توګه د ترکمنستان لپاره ډېره ګټوره ځکه ده چې څو لسیزې کېږي د خپلو زېرمو څخه د پراخې ګټه اخیستنې لپاره هڅه کوي.
د ټاپي لوله به نژدې دوه زره کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره به یې په افغانستان کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کې تېرېږي.
ټاپي او نوې هیلې
ټاپي پروژه څه باندې شل کاله د ترکمنستان له خوا عملي کېدو ته لږترلږه د کاغذ پر مخ چمتو شوې وه خو د سیمې کړکېچنو حالاتو یې پلي کول نه شوني کول.
اوس یی په پلي کېدو سره له یوې خوا افغانستان د عایداتو سرچینه ترلاسه کوي او له بلې خوا د سیمې په سیاسي او امنیتي حالاتو د اغېز او تر پخوا د یوه ځواکمن دریځ په ترلاسه کولو توانېږي.

ولسمشر اشرف غني او د ده کاري ټيم تل پر دې ټینګار کړی چې د سیمې په کچه باید ټول هېوادونه اقتصاد محوره سیاست غوره کړي.
داسې ښکاري چې ښاغلی غني بنسټيزو پروژو ته ډېر اهمیت ورکوی او د دې پر ځای چې پر وړاندې یې شته امنیتي خنډونو ته د سترو ننګونو په سترګه وګوري بالعکس د دې ډول پروژو عملي کول د سیمې په کچه د سیاسي سالۍ پر ځای د اقتصادي همکاریو د پيلېدو ستر لامل بولي.
دا ډول تګلاره پر دې تصور ولاړه ده چې د سترو سیمه ییزو پروژو عملي کول به سیال هېوادونه دې ته وهڅوي چې خپلې ګټې شریکې وګڼي او د اقتصادي پراخو همکاریو په نتیجه کې ځينې هېوادونه پر جګړې له پانګونې ډډه وکړي.
پاکستان چې تل په افغانستان کې د ناامنۍ یو ستر لامل بلل شوی او له اقتصادي پلوه هم چندان پياوړی نه دی او په ځانګړي توګه انرژۍ ته هم ډېره اړتیا لري، نشي کولی د افغانستان د اقتصادي او ترانزیتي همکاریو اهمیت له پامه وغورځوي.
د افغانستان ترانزیتي رول
داسې ښکاري چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو په مناسباتو کې اقتصادي مسایل اوس د ستراتیژيکو اقداماتو بنسټ جوړوي. پخوا به افغانستان او ګاونډي هېوادونه تر ډېره په سیاسي او امنیتي مسایلو کې یو له بل سره لانجه کوله او د مناسباتو هسکې ټیټې به تر ډېره د همدې مسایلو پر محور راڅرخېدې، خو اوس افغانستان کرار کرار د انرژۍ او اقتصادي ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په ډګر کې د سیمې په کچه په یوه مهم لوبغاړي بدل شوی.

بېلګې یې له تاجکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د مزی غزول (کاسا ۱۰۰۰) د افغانستان، هند او ایران د همکاریو په نتیجه کې د چابهار بندر پرانیستل، ټاپي او داسې نورې پروژې دي.
له بلې خوا د لاجورد دهلیز چې افغانستان د ترکیې او اروپایي هېوادو بندرونو سره نښلوي هم افغانستان ته د دې امکان ورکړی چې یوازې په سویلي هېوادو او بندرونو او ترانزیتی لارو تکیه ونکړي.
اقتصادي همکاري اوس په دې سیمه کې دومره مهمه شوې چې د سیمې د هېوادونو د نظامونو مختلف جوړښتونه، د نړۍ د سترو هېوادونو سره د مناسباتو څرنګوالی او ان د اسلامي دولت نومې ډلې داعش او طالبانو په اړه بېل لیدلوري یې هم پر وړاندې خنډ نه بلل کېږي.
ایران روسیې ته نژدې هېواد دی او افغانستان امریکت ته. پاکستان د هند سره سیالي لري او چین ته د نژدې کېدو په حال کې دی، خو د دې ټولو سترو توپيرونو سره سره دا ټول یاد هېوادونه په دې پوه شوي چې د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان ترانزیتي اهمیت له پامه نشي غورځولی او باید یو له بل سره همکاري وکړي.








