د عکسونو البوم: هرات کې ټاپي پروژې پیلولو ته چمتووالی

په پام کې ده د ترکمنستان د طبیعي ګاز د نل لیکې (ټاپي) پروژې عملي کار چې افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدول کېږي، تر دوو اونیو کم وخت کې پیل شي. دا پروژه لویدیځ هرات ولایت کې پیلیږي . محمد قاضي زاده یې د پیلېدو لپاره د چمتووالي انځورونه راستولي.

افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان لوېدیځ هرات ښار کې د ټاپي پروژې پیلېدو ته چمتووالی نیول کیږي.
افغانستان
د عکس تشریح، د ترکمنستان جنوب کې د "گالکینیش" حوزې د ټاپي ګازو دغه نل لیکه د افغانستان له هرات، هلمند فراه او کندهار ولایتونو پاکستان ته تېرېږي او له هغه ځایه هند ته غځول کېږي.
افغانستان
د عکس تشریح، د هرات خلک اوس د پروژې لپاره چمتووالی نیسي.
افغانستان
د عکس تشریح، هرات د افغانستان لومړنی ښار دی چې د ترکمنستان له ګازو به ګټه اخلي.
افغانستان
د عکس تشریح، ټاپي د افغانستان لپاره یوه حیاتي پروژه ګڼل کېږي چې په ترسره کېدو به یې افغانستان هر کال پنځه سوه میلیون ډالر عاید ولري او تر لسو زرو ډېر کسان به په کار وګمارل شي.
افغانستان
د عکس تشریح، د افغانستان دولت مېلمنو ته د هرات ښار د بلې څېرې وړاندې کولو هڅه کوي.
افغانستان
د عکس تشریح، هرات ښار کې د بیارغونې او جوړونې بېلابېلې پروژې پیل شوې.
افغانستان
د عکس تشریح، هرات ښار کې بېلابېلو برخو کې چمتووالی نیول کېږي.
افغانستان
د عکس تشریح، خلک دغې پروژې ته نسبتاً خوشحاله ښکاري.