افغان ولسمشر د 'ټاپي' پروژې پرانیستلو لپاره ترکمنستان ته ولاړ

د عکس سرچینه، BBC World Service
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د 'ټاپي' ګازو نل لیکې د پروژې پرانیستلو برانیستونکې غونډې کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ولاړ.
ددغې نل لیکې په مټ له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ګاز صادرېږي.
ددغې پروژې ترسره کېدو طرحه د ۲۰۱۱ کال د دسمبر پر ۱۱مه د ترکمنستان پلازمېنه عشق آباد کې د یادو څلورو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوه.
دا نل لیکه هر کال تر ۳۰ میلیارد متر مکعب ډېرو ګازو لېږدولو وړتیا لري، چې ټولې ښکېل هېوادونه ترې ګټه اخیستی شي.
ترکمنستان د نړۍ په کچه څلورم هېواد دی، چې د ګازو ډېرې زېرمې لري.

ددې پروژې په عملي کېدو به، افغانستان د ټاپي ګاز نل لیکې له برکته میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کوي او ۱۲ زره کسانو ته به په کور د ننه د کار فرصتونه پیدا شي.
د ټاپي ګاز نل لیکه ۱۴۷ کیلومتره د ترکمنستان په خاوره کې، ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان په لوېدیځو (هرات، فراه، هلمند او کندهار) ولایتونو کې تېرېږي، او پاکستان کې له ۸۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د هند فضلکا ښار ته رسېږي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر به د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محدوف سره وګوري.
سرچینه وايي، ولسمشر به ''د سولې، امنیت او پرمختګ په برخه کې د نړیوالو همکاریو د بې طرفانه پالیسیو'' کنفرانس کې هم خبرې وکړي.








