ايران: تر څو چې طالبان ټولګډونی حکومت جوړ نه کړي په رسميت يې نه پېژنو

د عکس سرچینه، FARSNEWS
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې لپاره د دوی شرط دا دی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.
د ایسنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ایراني دیپلوماتانو ته د وينا پرمهال، افغانستان د ایران لپاره یوه مهمه مسله ياده کړې ده.
عبداللهیان ټينګار کړی چې افغانستان کې د ټولګډوني حکومت نشتوالي ته ناخوښه دي او دا ناخوښي یې طالب چارواکو ته په ډاګه کړی دی.
نوموړي ويلي، "افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د نه جوړېدو له امله ناخوښ یوو. افغانستان کې واکمنو ته مو په ډاګه دا خبره کړې ده. موږ افغانستان کې واکمنه اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او په ښکاره مو ورته ویلي چې د دې لپاره زموږ شرط د یوه ټولګډوني حکومت رامنځته کول دي، چې د افغانستان ټول قومونه په کې ګډون ولري. طالبان د افغانستان یو واقعیت دی، خو ټول نه."
د افغانستان د ګاونډيو په ګډون د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې حکومت کې نورو ته هم برخه ورکړي. خو د طالبانو د چارسمبالي لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر لکه د نورو طالب مشرانو په څېر یو ځل بیا ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونی دی.
هغه کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، حکومت کې يې د هر قوم او هرې سیمې خلک شته.

د عکس سرچینه، TALIBAN MOFA
د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر هم همدې غونډې ته وینا کې د خپل حکومت پر ټولګډونوالي ټينګار کړی. خو ظاهرا له ټولګډوني حکومته د طالبانو تعبیر جلا ښکاري، ځکه نړیواله ټولنه پر سیاسي مشارکت ټينګار کوي، او د داسې یوه حکومت غوښتنه کوي چې د دوحې تړون له مخې د افغان سیاسي لورو ترمنځ د خبرو پایله کې جوړ شوی وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې له طالبانو سره توده راشه درشه لري، افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز هم ناخوښي ښودلې. ده ویلې دا بندیز د اسلام د پيغمبر د لارښوونو خلاف دی.
نوموړي ويلي، "موږ افغانستان کې له زدکړې د نجونو او مېرمنو له بې برخې کولو سخت ناخوښ یو، افغانستان کې د واکمنې ادارې دا چلن د نور او رحمت د پيغمبر حضرت محمد علیه الصلات والسلام له لارښوونو سره په ټکر کې دی."
عبداللهیان افغانستان کې د حکومت د ټولګډونوالي په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند سیند اوبو پر سره ناندرۍ لا پای ته نه دي رسېدلې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل د هلمند سیند اوبو ستونزه باید له حقوقي لارو چارو هواره شي. ده پر ګډه پوله له طالب وسله والو سره خال خال نښتې هم د اندېښنې وړ بللې.
نوموړي همدې مسلې او له امله یې رامنځته شوې ترینګلتیا ته په اشارې ویلي هېواد یې غواړي افغانستان کې د سولې او ثبات برخه کې مرسته وکړي او نه غواړي د مزار شریف ښار پېښه تکرار شي.
یاده دې وي چې د ۱۹۹۸ کال اګست میاشت کې مزار شریف ښار کې د ایران د کونسلګرۍ اته دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال ووژل شول. لا معلومه نه ده چې دوی چا ووژل خو دا پېښه ورسته له هغه رامنځته شوه چې طالبانو مزار شریف ښار ونیو.
ایران هغه مهال توند غبرګون وښود او ځواکونه ګډې پولې ته نژدې سیمه کې ځای پر ځای کړل.










