د طالبانو مشر پنځو ولایتونو ته نوي والیان ګومارلي

د عکس سرچینه، KMAIC
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده پنځو ولایتونو ته نوي والیانو او همداراز په ملکې او نظامي ادارو کې نوي ګومارنې اعلان کړې دي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ولایتونو په کچه دومره پراخ بدلونونه رامنځته کېږي او تر څنګ یې په عدلي او قضایي ادارو کې نوي کسان ګومارل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د مشرتابه د حکم له مخې پنځه نوي والیان، د ملکي او نظامي محاکمو لپاره د څلورو رئیسانو په ګډون لس تنه محررین، يو امنیه قومندان، د ملي دفاع وزارت دريو قول اردوګانو مشران، يو مرستیال وزیر او يو بل کس هم د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
دغه ګومارنې پر داسي مهال د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا اعلانېږي، چې د کابینې نژدې ټول وزیران له څو ورځو راهيسې کندهار کې دي.
ښاغلی مجاهد وایي، تازه ګومارنې د دوی د مشر د حکم پر اساس "د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په موخه شوې دي."
خو پر طالبانو یوه نيوکه دا ده چې ډېری ګومارل شوي کسان یوازې دیني زدکړې لري او "اهلیت" ته په کې پام نه کېږي.
په تازه ګومارنو کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو معین ملا محمد علي حنفي چې په ملا شیرین اخوند مشهور دی، د کندهار د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد د کونړ د والي په توګه، د وردګو د والي مخکينی مرستیال شیخ بشیر احمد حقاني د نورستان د والي په توګه، د غزني د والي مخکینی مرستیال قاري ګل حیدر شفیق د جوزجان د والي په توګه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مخکينی معین مولوي عبدالرحمان حقاني د بغلان د والي په توګه ګومارل شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د والیانو په توګه نويو ټاکنو کې تر ټولو مهم د کندهار لپاره د ملا محمد علي حنفي ګومارنه ده.
ملا شیرین، چي شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري د کندهار ولایت د ژېړۍ اصلي اوسېدونکی، په قوم نورزی او د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر ته نژدې کس بلل کېږي.
ښاغلی حنفي د څو کلونو لپاره د ملا محمد عمر د امنیتي چارو مسوول و.
نوموړی له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۸ پوري د ۱۹ ولایتونو نظامي مشر و او تر هغه را وروسته سویلي ولایتونو کې د استخباراتو مشر وټاکل شو.
د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په یوه ټویټ کې ادعا کړې وه، چې د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د ترور اصلي طراح ملا شیرین دی.
خو ملا شیرین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. نوموړی په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی هم و.
د کندهار پخوانی والي محمد یوسف وفا، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده په امر د بلخ لپاره د چارسمبالي والي په توګه لېږل شوی، پر خپله نوی دنده به پاتي وي.
نوموړی تر هغه وروسته بلخ ته ولېږل شو، چې د یاد ولایت والي مولوي محمد داود مزمل، چې د طالبانو مشر ته نژدې کس بلل کېده، په خپل دفتر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د کندهار لپاره د مولوی سمیع الله حزب الله په نوم نوی امنیه قومندان هم ټاکل شوی دی ، چې وړاندي د بغلان والي و.
د کندهار مخکينی امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود، چې د حقاني شبکې غړی و، د غزني د والي د مرستیال په توګه ګومارل شوی.
د طالبانو نوي ګومارنې ښیي، چې ټول کسان د دغه ډلې غړي دي.
نړیوالې ټولنې له تېرو نژدې دوو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه ټینګار کړی، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې لپاره یوه شرط دا ټاکلی چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي او د نورو کسانو ترڅنګ ښځو ته هم په حکومتي څوکیو کې ځای ورکړي.












