سراج الدین حقاني: "نړۍ سره ښه اړیکي غواړو، څوک مو له پامه نه شي غورځولی"

د عکس سرچینه، Taliban
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وايي، حکومت یې له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره تعامل او ښه اړیکي غواړي.
سراج الدین حقاني دغه څرګندونې افغانستان ته د تللي عرب اماراتو دیني عالمانو له پلاوي سره لیدنه کې کړې دي.
د متحده عرب اماراتو د ديني علماوو دغه پلاوی وروسته له هغې افغانستان ته سفر کوي چې تازه دغه هېواد په دُبۍ کې افغان قنسلګرۍ طالبانو ته سپارلې.
د طالبانو کورنیو چارو وزير له همدې امله له متحده عرب اماراتو مننه کړې.
د نوموړي په ټکو افغانستان د نړۍ يوه ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.
د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپرو شویو ټویټونو کې د ښاغلي حقاني له خولې خبرداری ورکړل شوی چې هېڅوک نشي کولای افغانستان ګوښه او له پامه وغورځوي: "هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي تېروتنه کوي، ځکه چې افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زمونږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت ددغه مشر یادې څرګندونې داسې مهال دي چې لاهم کوم هېواد زړه نه دی ښه کړی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.
افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر یوه مهمه موخه هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو د تړلو دروازو پرانستل بلل شوي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي چې د یاد پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي ویلي، اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې دوی يې هواري ته سترګې په لاره دي.
خو ښاغلي حقاني دغه پلاوي ته ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو تړلو په هلکه د حکومت پرېکړه یې دایمي نه ده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د وینا پاڼې په ټکو چې ښاغلي حقاني د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه ویلي: "د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پر نارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی."
طالبان داسې مهال بیا بیا د نجونو ښوونځیو د پرانیستې خبره کوي چې له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه لاهم تړلي پاتې دي.
ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ په افغانستان کې نوی ښوونیز کال هم پیل شي او ټولې افغان نجونې تمه لري چې دوی ښوونځیو ته لاړې شې.

د عکس سرچینه، Taliban
خو د پوهنتونو درسونه له وړاندې پیل شوي او طالبانو لوړو زدکړو وزارت یوازې نارینه زده کوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.
د متحده عرب اماراتو د ديني علماوو دغه پلاوی چې تېره ورځ کابل ته تللی د طالبانو بهرنیو چارو او امر بالمعروف نهی عن المنکر چارسمبالو وزیرانو سره یې هم کتلي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ددې لیدنې په تړاو لیکلي چې یاد پلاوي ویلي چې هېواد یې د تعلیم په برخه کې همکاري کوي او د دوی مدرسې، ښوونځي او پوهنتونونه هر ډول مرستې ته چمتو دي.
د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست د بندیانو خلاصون، خلیجي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا او بشري مرستو په برخه کې له اماراتو د مرستې غوښتنه کړې ده.










