'په دوو ورځو کې نژدې پنځه زره افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي، له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کوي. ارشیف تصویر
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، تېرو دوو ورځو کې ایران ته تللي نژدې پنځه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د چارواکو په وینا د دې کډوالو افغانانو یو شمېر په خپله خوښه افغانستان ته راغلي، خو ځینې نور بیا له ایرانه شړل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب د بي بي سي خبریال ابراهیم امیري ته په یوه مرکه کې وویل، د کب میاشتې پر ۲۲ مه او ۲۳ مه نېټه له ایرانه ۴۹۷۶ افغانان هېواد ته ستانه شوي چې په وینا یې نژدې ۲۴۰۰ افغانان په اجباري ډول له ایرانه افغانستان ته استول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، له ایرانه شړل شوي ډېری افغانان هغه کسان دي چې غوښتل یې د ایران له لارې په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته لاړ شي، خو ایراني ځواکونو نیولي او اوس بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

ښاغلی عبدالمطلب په نورو هېوادونو کې د ''چارواکو لخوا د تنګولو تر څنګ '' د سیمې په هېوادونو کې ''د بیو لوړوالي له کبله د کوچنیو کاروبار لرونکو افغانو زیانمېدل، او په هېواد کې د پخوا پرتله د امنیت ښه کېدل '' هم له هغو لاملونو بولي چې له کبله یې ډېری افغانان هېواد ته ستنېږي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په دا وروستیو کې له غیر قانوني لارې ایران پر تګ د طالبانو له بندیز سره سره ګڼ شمېر افغان کډوال په ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم له همدې لارې نورو هېوادونو ته د غیر قانوني سفر لپاره ایران ته سفر کوي.

له دې دوې ورځې مخکې (د کب ۲۰مه) د ایران په شیراز ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله یو ایرانی موټر چلوونکی د نهه تنه افغان کډوالو په ګډون ووژل شو.

تېر کال اګست کې په ایران کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي ویلي و ، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي.

د یونیسف استازې ډاکټر رابین ناندي اټکل کړی، چې د تېر کال اګست له میاشتې مخکې په دغه هېواد کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال وو ، چې له نویو هغو سره یې شمېر څلور میلیونو ته رسېږي.