'ایران هره ورځ تر ۲۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنوي'

د عکس سرچینه، MoRRAfg
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ایراني چارواکي هره ورځ "تر ۲۰۰۰ افغان کډوال" افغانستان ته ستنوي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي چې یوازې همدې تېرو دوو ورځو کې د نیمروز له پولې له ایرانه افغانستان ته څه باندې ۳۲۰۰ افغان کډوال ستانه کړل شوي دي.
د طالب چارواکو د مالوماتو له مخې، په ستانه کړل شویو کسانو کې ۳۴ کورنۍ هم وې.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل له ایرانه هره ورځ "له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ کډوال راځي، کله دا شمېره تر ۳۰۰۰ او آن تر دې هم زیاتېږي."
هره میاشت ګڼ شمېر افغان کډوال ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم اروپایي هېوادونو ته د قاچاقي سفر لپاره د ایران پر پوله ور اوړي او له خطرونو ډک سفرونه کوي.
ښاغلی حقاني وايي، افغانستان ته ډیپورټ شوي "زیات هغه کسان دي، چې په قاچاقي لارو غواړ د ایران له لارې ترکیې او نورو هېوادونو ته ولاړ شي، چې د ایراني چارواکو له لورې نیول کېږي او بېرته ډیپورټ کېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
که څه هم د طالبانو حکومت څه موده وړاندې ایران ته په ناقانونه تګ بندیز ولګاوه، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان ایران ته قاچاقي روان دي.
حیات خان (اصلي نوم یې نه دی)، چې پنځه ځلې له ترکیې او ایرانه افغانستان ته دیپورټ شوی، وايي پر دغه مرګونې لار یې ډېر "تکلیفونه ګاللي."
نوموړي بي بي سي پښتو ته وویل "په افغانستان کې د بې کارۍ له امله شپږم ځل هم پر دغه لار د تللو تابیا لري."
حیات خان هر ځل د نیمروز او یا هم هرات له لارې له ایرانه بېرته افغانستانه استول شوی دی.
نژدې څلور میاشتې وړاندې، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان ویلي وو، هېواد یې د څلور نیم میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي.
هغه مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر له نیوزیلنډ او ''نورو دوستو هېوادونو '' غوښتي و چې د افغان کډوالو کوربتوب کې ورسره مرسته وکړي.
د روان کال د اګست میاشتې په وروستیو کې ایران کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي ویلي وو، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان نوي ایران ته کډوال شوي دي.
باور دا دی چې ډېری دغه کسان ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وي خو د ځینو پخوانیو چارواکو په ګډون یو لوی شمېر افغانان بیا د امنیتي اندېښنو له امله هم ایران ته ګډه شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، د جمهوري حکومت ځینې لوړي پوړي چارواکي او سرتېري هم ایران ته تللي دي.












