ترکي پولیس وايي ۱۳۱ افغان کډوال یې کابل ته ستانه کړي

د عکس سرچینه، ISNA
د ترکیې دولتي خبري اژانس 'اناتولي' ویلي، چې د ترکیې پولیسو ۱۳۱ افغان کډوال د تېرې جمعې په ورځ کابل ته ستانه کړي. دا کسان له استانبول نه کابل ته په یوه عادي الوتنه کې لېږدول شوي.
ترکي پولیس په ټوله ترکیه کې هغه افغان کډوال نیسي او د کډوالۍ په کمپونو کې یې ساتي، چې په "ناقانونه" توګه ترکیې ته تللي دي.
د اناتولي د خبر پربنسټ: "د روان کال له پیله تر ۳۷ زرو ډېر هغه کډوال او پنا غوښتونکي افغانستان ته ستنول شوي چې په ترکیه کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، چې دا د تېر کال پرتله ۸۹ سلنه ډېروالی ښيي".
د کډوالو او پناغوښتونکو د حقونو مدافعان وايي، پرته له دې چې د کډوالو دوسیو ته لومړنۍ رسېدنه وشي له مخکې یې په اړه پرېکړه کول د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف کار دی.
تېر کال د اګست پر ۱۵ مه کابل ته د طالبانو له راتګ سره لوېدیځو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ چارې ډېرې شوې، خو ځینو بیا په ناقانونه توګه د ترکیې له لارې اروپا ته ځانونه رسول غوښتل.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ګڼ شمېر افغان کډوال د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي. په دا وروستیو کې ورځو کې د رپوټونو له مخې په ایران هم له افغان کډوالو سره د بدل چلن خبرې کېږي.
له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوې دي، له دغه هېواده د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د وتو کچه په کمسارې ډول لوړه شوې ده.
اروپا ته پر مرګونو لارو سفرونه له لویه سره په افغانستان کې د روزګار د نشتوالي له امله کېږي او ځینې یې له وېرې هم له وطن وځي.










