ايران افغان سفارت کې درې طالب دیپلوماتان منلي

تاکنون سرپرستی سفارت افغانستان در تهران به عهده سفیر معرفی‌شده از سوی دولت پیشین است که بعد از سقوط حکومت قبلی به فعالیت خود ادامه داده است.

د عکس سرچینه، afghanembassy.ir

باوري سرچينو بي بي سي ته ويلي، د ایران حکومت تهران کې د افغانستان سفارت ته د طالب استازو د لېږلو په تړاو د افغان طالبانو غوښتنه منلې، او اوس د طالبانو درې استازي تهران کې افغان سفارت ته تللي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې په دې کسانو کې يو د سفارت درېيم سکرتر او دوه نور عادي کارکوونکي دي. په تهران کې د افغانستان سفارت چې د تېر حکومت له نسکورېدو راهيسې فعال دی، چارې يې د پخواني چارسمبالي سفير له خوا پرمخ وړل کېږې.

د ايراني رسنيو رپوټونه وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د دې موضوع په غبرګون کې ويلي، "د نړيوالو کنوانسيونونو له مخې د دواړو هېوادنو د ډيپلوماتو تبادله عادي خبره ده او د افغانستان د نوې ادرې له رسميت پېژندنې او نور مسايلو سره هېڅ تړاو نه لري."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهيسې شاوخوا اته مياشتې تېرې شوې خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو د افغانستان د ډېری سفارتونو چارې د تېر حکومت د استازو له خوا پر مخ وړل کېږي.

له دې وړاندې د پاکستان، روسيې، چین، ترکیې، ترکمنستان او اوس د ايران په څېر هېوادونو د طالبانو د حکومت ډيپلوماتيک استازي منلي دي.

تېره مياشت د روسيې د بهرنيو چارو وزير اعلان وکړ چې د طالبانو لومړنی ډيپلومات يې منلی دی خو نژدې دوه مياشتې وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امریکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د سفارت او کونسلګرۍ د تړلو لیک ترلاسه کړی و.

.

د عکس سرچینه، Mehr News

له هغه راهيسې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، يو شمېر افغان سفيرانو او ډيپلوماتانو په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخيستې او يو شمېر يې په خپلو سفارتونو کې دندې پر مخ وړي.

د ايران حکومت ادعا کوي، په ايران کې شاوخوا پنځه ميليونه افغانان اوسېږي چې یوه برخه یې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له هېواده تښتېدلي دي.

په دې وروستيو ورځو کې په ايران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلن په اړه ګڼ رپوټونه خپاره شوي چې په ټولنيزو رسنيو يې توند غبرګونونه پارولي دي. په همدې اړه په کابل، هرات، خوست او ځینو نورو لایتونو کې لاریونونه هم وشول.