افغان ديپلوماتان: طالبانو ترکیه کې د افغان سفارت د چارو کنټرول ترلاسه کړی

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر او ترکیې ته د طالبانو تللی پلاوی په لومړي ځل پلازمینه انقره کې د افغانستان سفارت ته ورغلي دي.
د طالبانو پلاوي چې مشري امیرخان متقي کوي، له تېرو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی.
د افغانستان په سفارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل ښاغلی متقي او د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت چارسمبالی وزیر خیر الله خیرخوا په انقره کې د افغانستان د سفیر له خوا وربلل شوي وو.
د دغې سرچینې له خولې انقره کې افغان سفارت د طالب پلاوي له ورتګ سره هلته ځینو دیپلوماتانو مخالفت کړی و او د اعتراض په ډول يې په غونډو کې برخه نه ده اخیستې. د ديپلوماتانو په وینا له همدې امله اوس انقره کې د افغان سفیر او نور غړو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.
سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل وايي، په دغه ناسته کې افغان دیپلوماتانو ته په ډاګه شوه چې "له دې وروسته به د سفارت چارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره مخ ته ځي."
طالبانو په رسمي ډول تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
په انقره کې یو بل دیپلومات بیا وايي نژدې یوه نیم میاشت مخکې د ښاغلي متقي په لاسلیک یوه مکتوب کې د دوو دیپلوماتانو [د تشریفاتو او امنیتي برخې) د لرې کېدو لارښوونه هم شوې وه خو وايي تر اوسه پر خپل ځای دي.
طالب پلاوي د سفارت په ودانۍ کې د محصلانو په ګډون له نورو افغانانو سره هم کتنې درلودې.

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY
د طالبانو حکومت له ترکیې سره نژدي اړیکي پالي او داسې رپوټونه هم شته چې ترکیه هڅه کوي د افغانستان د هوايي ډګرونو په اداره کولو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.
طالبانو تر اوسه په پاکستان، قطر، چین، ایران او ترکیه کې پرته له دې چې په رسمي ډول کوربه هېوادونه اعلان وکړي، سفارتونه یې د طالبانو دیپلوماتانو ته سپارلي دي.
له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تر اوس هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو حکومت هڅه کوي، بهر کې د افغانستان دپیلوماتیکو بنسټونو او سفارتونو کې د مېشتو افغان ديپلوماتانو ملاتړ ترلاسه کړي.
په اروپا کې ځینو افغان دیپلوماتانو بي بي سي ته منلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترې د تېرو څو میاشتو د لګښتونو لستونه غوښتي دي.
د افغان دیپلوماتانو په وینا ځینو سفارتونو د خپلو لګښتونو لیستونه په لیکلي بڼه کابل کې طالبانو ته استولي خو وايي تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د افغانستان سفارتونه په کابل کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي او ځینې یې د آن د لګښتونو د نه لرلو له امله تړل شوي هم دي.










