متقي: له خلیجي هېوادونو سره په بشري مرستو، سیاسي او قتصادي مسایلو خبرې وشوې

قطر سفر

د عکس سرچینه، MOFA

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي په مشرۍ قطر ته د طالبانو تللي پلاوي، د خلیجي هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

ښاغلي متقي بي بي سي ته ویلي چې د خلیج هېوادونو له استازو سره په دې ګډه غونډه کې په بشري مرستو او همدا راز په سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

هغه وايي دغو هېوادونو ورته ویلي چې افغانستان کې به د خپلو ځینو مرستندویه ټولنو دفترونه پرانیزي چې د مرستو رسول اسانه شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې ناسته کې خلیجي هېوادونو کې پر کار بوختو افغانانو ته تګ راتګ کې د اسانتیاو، دغو هېوادونو ته د افغانستان حاصلاتو او وچې میوې د صادراتو په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وویل:

"په دې باندې مو هم خبرې وکړې چې څنګه د مسلمانو هېوادونو په حیث باندې کولی شوو چې له نورې نړۍ سره د افغانستان اړیکې نورمال حالت ته راوګرځوو. تر څو دا اوس چې لږوډېر مشکلات لرو، دغو ته د حل لارې پیدا کړو."

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغو اسلامي هېوادونو لږترلږه د دوی لخوا د رسمیت پېژندلو د بحث په اړه څه ورته ویلي، وویل:

"له رسمیت پیژندلو یو حاصل تعامل او رسمي راشه درشه ده، په هغه کې اوس هم ستونزه نشته... له موږ سره یې تعامل تر رسمي کچې ټیټ نه دی."

هغه په دې لړ کې د نړۍ بېلابېلو هېودونو کې د افغانستان سفارتونو ته هم اشاره ورکړه او دیپلوماتان یې دوی سره په تماس کې دي او او کونسلي خدمات وړاندې کوي.

وړاندې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ددغه پلاوي د سفر په اړه بي بي سي ته ویلي، د دوی د حکومت دا جګپوړی پلاوی به د خلیجي هېوادونو، اروپايي ټولنې او له هغو دیپلوماتیکو استازو سره چې له قطر څخه فعالیت کوي، ''پر مهمو مسائلو بحثونه وکړي. ''

پلاوي

د عکس سرچینه، ZABIHULLAH

په دوحه کې د بریتانیا د حکومت یوه ویاند هم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی به له طالبانو سره د افغانستان له خلکو سره د مرستو په اړه خبرې وکړي.

دغه بریتانوي ویاند زیاته کړې چې بریتانیا به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپله اندېښنه له طالبانو سره شریکه کړي.

تر دې وړاندې ښاغلی متقي د یو پلاوی په مشرۍ ناروی ته تللی و او هلته یې د هغو هېوادونو له استازو سره ولېدل چې د افغانستان د پخواني حکومت اصلي مرسته کوونکي وو.