طالبانو عشق اباد کې نوی افغان سفیر ګومارلی

طالبان

د عکس سرچینه، MoFA_Afg

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي فضل محمد صابر یې د ترکمنستان پلازمینه عشق اباد کې د افغان سفارت د سرپرست په توګه ګومارلی دی.

په دې اړه د دغه وزارت اعلامیه کې راغلي د ښاغلي صابر د پيژندنې لپاره جوړو شویو مراسمو ته د افغانستان د سفارت پر دیپلوماتانو، عامو ځايي افغانانو او سوداګرو سربېره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وفا حاجیوف او همکاران یې ورغلي وو.

دغه مراسم چارشنبه عشق اباد کې د افغانستان د سفارت ودانۍ کې جوړ شوي وو.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې ښاغلي حاجیوف دغو مراسمو کې ورته ویلي غواړي " خپله دوستي او ورورګلوي ثابته" کړي.

د طالبانو په حواله نوموړي همدا راز زیاته کړې "موږ سترې پروژې لرو - ټاپ، ټاپي او داسې نورې چې د سفارت په همکارۍ به یې پلي کولو ته هڅې کوو."

ترکیه کې د سفارت د کنټرول ترلاسه کول

طالبان

د عکس سرچینه، MoFA_Afg

تر دې دوه ورځ وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر او د انتالیا دیپلوماسۍ فورم ته ورسره تللی پلاوی په لومړي ځل پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت ته ورغلل او هلته یې له ځینو افغان دیپلوماتانو، افغان محصلانو او عامو افغانانو سره ولیدل.

انقره کې یوه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و، دې ناسته کې افغان دیپلوماتانو ته په ډاګه شوه چې "له دې وروسته به د سفارت چارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونو سره مخ ته ځي."

په انقره کې یو بل دیپلومات بیا وايي نژدې یوه نیم میاشت مخکې د ښاغلي متقي په لاسلیک یوه مکتوب کې د دوو دیپلوماتانو (د تشریفاتو او امنیتي برخې) د لرې کېدو لارښوونه هم شوې وه خو وايي تر اوسه پر خپل ځای دي.

انګیرنه دا ده چې د ترکیې حکومت هم ښایي د دې لپاره طالبانو ته د سفارت چارو ورسپارل کېدو ته شین څراغ ښودلی وي، چې دا هېواد او قطر ورسره د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د تخنیکي او امنیتي چارو په اړه په خبرو بوخت دي او دا ډول هوکړه له دوامداره اړیکو او خبرو پرته ناشونې ده.

امریکا کې د سفارت تړل کېدل

سفارت افغانستان در واشنگتن

بلخوا امریکا کې بیا له ترکیې او ترکمنستان سره په توپیر د افغانستان د سفارت او (نیویارک او لاس انجلس کې) د افغان کونسلګریو د تړل کېدو خبرونه د ژبو په سر وو.

ظاهرآ د دې پریکړې لامل "اقتصادي ستونزې" بلل شوې دي.

واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو د احتمال راپور په لومړي ځل تېره میاشت بي بي سي پښتو ورکړ.

هغه مهال ویل شوي وو د امریکا حکومت وړاندیز کړی چې واشنګټن کې د افغانستان سفیره عادله راز کولی شي په یوازې سر خپل ماموریت ته دوام ورکړي، خو نوره دیپلوماتیکه عمله به له دندو لاس پر سر کېږي.

خو د افغان سفارت په ځوابي مکتوب کې چې بي بي سي کتلی، راغلي وو چې میرمن راز نه غواړي په یوازې سر خپلې دندې ته دوام ورکړي.

طالبان وايي د امریکا په ګډون د نړۍ ټولو هېوادونو سره ښه او رغنده دیپلوماتیک تعاملات غواړي.

خو د یادونې ده چې تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم عملآ د طالبانو حکومت به رسمیت نه دی پېژندلی.

د رسمیت پېژندلو لپاره د طالبانو هڅې

طالبان

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، طالبانو چارشنبه وویل له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی راستنولو لپاره یې کمېسیون جوړ کړی

د طالبانو حکومت هڅه کوي، بهر کې د افغانستان دپیلوماتیکو بنسټونو او سفارتونو کې د مېشتو افغان ديپلوماتانو ملاتړ ترلاسه کړي.

په دې لړ کې تر دې دمه دوی په پاکستان، قطر، چین، ایران، ترکیه او تازه ترکمنستان کې له دې پرته چې کوربه هېوادونه رسمآ اعلان وکړي، د افغان سفارتونه کنټرول ترلاسه کړی.

اروپا کې هم ځینو افغان دیپلوماتانو بي بي سي ته منلې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ترې د تېرو څو میاشتو د لګښتونو لستونه غوښتي دي.

د افغان دیپلوماتانو په وینا ځینو سفارتونو د خپلو لګښتونو لیستونه په لیکلي بڼه کابل کې طالبانو ته استولي خو وايي تر اوسه یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم تېره اوونۍ له بي بي سي سره مرکه کې ویلي و ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او هلته په کار بوخت دیپلوماتان ورسره اړیکه کې دي او چارې له دوی سره په همغږۍ مخ ته وړي.