امریکا واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړي؛ سفیرې د افغان ملي بیرغ پر ځای پاتې کېدو غوښتنه کړې

راز

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY WASHINGTON

د عکس تشریح، واشنګټن کې د افغانستان سفیرې عادله راز ویلي، که سفارت تړل کېږي نو دا به هم له دندې استعفا کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته د یو رسمي مکتوب له لارې حال ورکړی چې د 'اقتصادي ستونزو' له کبله نور د دې سفارت فعال پاتې کېدل ناشوني دي.

په افغان سفارت کې یوې سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې مکتوب،‌ او همدا راز دې مکتوب ته د افغان سفارت د رسمي ځواب نسخې له بي بي سي پښتو سره شریکې کړې دي.

د دې مکتوب له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې ده چې واشنګټن کې د افغانستان لوی سفارت او همدا راز په نیویارک او لاس انجلس ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ دې خپل فعالیتونه بند کړي.

د امریکا حکومت وړاندیز کړی چې واشنګټن کې د افغانستان سفیره عادله راز کولی شي په یوازې سر خپل ماموریت ته دوام ورکړي، خو نوره دیپلوماتیکه عمله به له دندو لاس پر سر کېږي.

خو د افغان سفارت ځوابي مکتوب کې راغلي چې میرمن راز نه غواړي په یوازې سر خپلې دندې ته دوام ورکړي، او له خپلې عملې سره به یو ځای له دندې لاس پر سر کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مکتوب کې راغلي چې د 'سیټي بانک' په نامه یوه ځایي‌ بانک د افغان سفارت مالي حسابونه کنګل کړي، او داسې تمه نشته چې د افغانستان د دیپلوماتیکو استاوزلیو د فعالیت لپاره دې بودیجه ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ د افغان سفارت او کونسلګریو له تړل کېدو وروسته به یاد وزارت (د امریکا حکومت) د سفارت او کونسلګریو د ودانیو،‌ ارشیفونو او نورو شتمنیو واک ترلاسه کوي او ساتنه به یې کوي.

یاد وزارت همدا راز ویلي، په 'سیټي بانک' کې د افغان سفارت کنګل شويو حسابونو واک به هم د امریکا حکومت ته سپارل کېږي.‌

همدا راز په امریکا کې مېشتو افغان دیپلوماتانو ته به ۳۰ ورځې اضافي دیپلوماتیک مصونیت ورکول کېږي،‌ خو له هغه وروسته باید خپل برخلیک مالوم کړي.‌

دې مکتوب ته د افغان سفارت ځواب

سفارت

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY WASHINGTON

د عکس تشریح، د نړۍ ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو مالي او نورو ستونزو سره مخ دي

واشنګټڼ کې د افغانستان لوی سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې مکتوب ته په ځواب کې ویلي،‌ دوی دې لړ کې د شته قانون او دیپلوماتیکو اصولو درناوی کوي.

خو سفارت هیله ښودلې چې 'سیټي بانک' کې به د سفارت کنګل شوي حسابونه ازاد شي او سفارت او کونسلګرۍ به وتوانېږي چې په عادي توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

افغان سفارت همدا راز وړاندیز کړی چې د فعالیت بندېدو په صورت کې یې باید د افغانستان 'درې رنګه ملي بیرغ' د سفارت او کونسلګریو پر ودانیو رپانده پاتې شي.

په ځوابي مکتوب کې راغلي چې واشنګټن کې د افغانستان سفیره عادله راز نه غواړي په یوازې سر د سفیرې په توګه پر دنده پاتې شي او پرېکړه یې کړې چې له خپلې عملې سره یو ځای له دندې استعفا وکړي.

سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې امریکا کې د مېشتو افغانانو، افغان کډوالو او د هغو کسانو لپاره چې په دې وروستیو کې له افغانستان ایستل شوي، د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره پر یو ګډ میکانیزم کار وکړي.‌

افغان سفارت همدا راز د امریکا له حکومته غوښتي چې هلته د مېشتو افغان دیپلوماتانو د قانوني حیثیت مالومولو لپاره اسانتیا برابره کړي او دې کسانو ته اجازه ورکړي چې امریکا کې پاتې شي.

خبره ولې تر دې ځایه ورسېده؟

سفارت

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY WASHINGTON

د عکس تشریح، واشنګټن کې د افغانستان د سفارت بانکي حسابونه کنګل شوي دي

تېر اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو،‌ کونسلګریو او دیپلوماتیکې عملې برخلیک ناڅرګند دی.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، او ګڼو هېوادونو کې د پخواني افغان حکومت لخوا ګومارل شوي سفیران دندې ترسره کوي.‌

خو دې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه له جدي مالي او نورو ستونزو سره مخ دي او نشي کولی په عادي توګه فعالیت وکړي.

له دې سره هم مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ موضوع هم ناندریزه شوې ده.

طالبانو غوښتي چې یاده څوکۍ دوی ته وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومیټې یې دا غوښتنه رد کړې ده.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي غلام اسحاقزي تېره ډ سمبر میاشت کې له خپلې دندې استعفا وکړه.‌

له هغه وروسته نصیر احمد فایق د سرپرست په توګه ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی شو.‌

خو څو ورځې وړاندې د افغانستان دایمي استازولۍ اعلان وکړ چې محمد ولي نعیمي د افغانستان د دایمي استازي په توګه دنده پیل کړې.

ویل کېږي چې ښاغلی نعیمي تېره ډ سمبر میاشت کې د غلام اسحاقزي له استعفا وروسته دایمي‌ استازی ټاکل شوی و،‌ خو هغه مهال یې د روغتیایي ستونزو له کبله ونشو کړای چې دنده پیل کړي.

بل لور ته نصیر احمد فایق وایي، دی لا هم ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازی دی، ‌خو د لېرې کولو لپاره یوه دسیسه جوړه شوې ده.