د کړکېچ نړیواله ډله: په ښځو د طالبانو بندیزونو د افغانستان کړکېچ نور هم ژور کړی

د عکس سرچینه، CRISIS GROUP
د کړکېچ نړیواله ډله په افغانستان کې د بشري، ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه خپاره کړې رپوټ کې کاږي چې د طالبانو لخوا په ښځو او نجونو بندیزونو ددغه هېواد سره نړیوالې مرستې اغېزمنې کړې.
په رپوټ کې راغلي داسې مهال چې باید نړیوال مرستندویان د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو راټولولو غوښتنې وکړې، په افغانستان کې موجود شرایط یې پر وړ اندې خنډ جوړوي.
د رپوټ په ټکو د افغانستان نږدې ۲۸ میلونه وګړي د روان میلادي کال لپاره څلور اعشاریه شپږ میلیارد ډالره بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا د افغانستان په تاریخ کې بشري مرستو ته د اړتیا لوړه کچه ده.
خو د کړکېچ نړیواله ډله هغو ګنکوسو اندېښمنه کړې چې ګواکې " د طالب مشرتابه سخت دریځي" به ښایي په راتلونکي کې د نورو محدودیتونو د لګول لامل شي.
په رپوټ کې راځي چې طالب واکمن چارواکي په خپلو دا ډول کړنو نړیوالو ته نه بلکې خپل " ولس" ته چې ډېره برخه یې مېرمنې او نجونې جوړوي زیان رسوي.
د کړکېچ نړیواله ډله په مرستندویه ادارو او هېوادونو غږ کوي چې خپلې مرستې د طالبانو له لاس وهنې پرته تر اړو خلکو ورسوي.
د افغانستان د وضعیت په اړه دغه اوږد رپوټ له کابل او بروکسله چمتو شوی چې شپږ برخې لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په رپوټ کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو را وروسته تر ننه د افغانستان وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلو بندیزونو ته په تفصیل کتنه شوې ده.
د کړکېچ نړیوالې ډلې د خپل رپوټ په پایله کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو غوښتي چې د بشري مرستو پر وړاندې خپل سیاسي دریځونه او غوښتنې خنډ نه کړي.
د رپوټ په ټکو نړیوال باید د افغانستان تاریخ په راتلونکي څپرکي کې په دې سترګې پټې نه کړي چې بې ارزښته به وبلل شي.
دارنګه یاده ډله کاږي چې طالبانو له خپلو غلیمانو واک تر لاسه کړ او اوس په راتلونکو کلونو کې د هر ډول بدو پېښېدونکو پېښو پړه پر هغوی اچوي.
رپوټ په ځانګړي ډول د "کندهاري دیني عالمانو" یادونه کړې چې په خپلو پرېکړو سخت دریځۍ او تاوتریخوالي ته لار هواروي.

د عکس سرچینه، CRISIS GROUP
په رپوټ کې راځي چې له وړاندې د طالبانو پر وړاندې وسله وال خوځښتونه لیدل کېږي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د خپل مشروع شعار په توګه کاروي.
د کړکېچ نړیواله ډله د خپل رپوټ په پای کې لیکي چې طالبان د داسې یوه مشر هیلې تعقیبوي چې د دوی په ټکو " د افغانستان د ښېرازۍ فکر ورسره نه شته او که دا حالت بدلون ونه کړي د افغانستان راتلونکې تته ښکاري."
طالبانو تر اوسه د کړکېچ نړیوالې ډلې د نوي رپوټ او ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.









