د ملګرو ملتونو خبرداری؛ افغانستان کې بشري بحران ناوړه کېږي

افغانستان، وچکالي، خوراکي توکي

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق 'یو این ایف پي اې ' د سږني ۲۰۲۲ - کال د بشري مرستو په اپیل یا غوښتنه کې ویلي چې په افغانستان کې حالت په وروستیو میاشتو کې د جګړې او سیاسي بدلون، کورونا وبا او وچکالۍ له امله ډېر خراب شوی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی چې افغانستان د داسې سیستماتیکې ماتې له آني خطر او بشري ناورین سره مخ دی چې د تېرو شلو کلونو ګڼې لاسته راوړنې ګواښي.

دغه صندوق ویلي، په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن د ژغورل کېدونکي زیږون پر مهال مري او له هرو دوو مېرمنو یوه یې له تاوتریخوالي سره مخ ده.

دغه سازمان وايي، پر افغانستان واکمنو شرایطو ته په کتو دا حالت لا خرابېدونکی دی.

ملګرو ملتونو په مرستندویانو او بسپنه ورکوونکو غږ کړی چې پر وخت په افغانستان کې د څه باندې ۲۲ مېلیونو اړمنو وګړو مرستې ته حاضر شي.

د دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال کې د غبرګون پلان د اټکل له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۲ مېلیونو اړمنو کسانو ته ۴.۴ مېلیارده ډالره مرسته په کار ده.

دا په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تر ټولو ستره غوښتنه ده.

له دې جملې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه نیم سوه میلیونه یوازې د څه باندې نهه مېلیونه وګړو روغتيايي خوندیتوب ته غوښتي.

افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی چې د جګړو، کمزورې حکومتولۍ او کلتوري محدودیتونو له امله يې ښځې او ماشومان تر نورو ډېر اغېزمن شوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دغه هېواد کې د روغتیا او حقونو، جنسيتي برابرۍ او ټولنیزې - اقتصادي ودې پر بشري پروګرامونو کار کوي.