بشري حقونو څار سازمان: طالبان بشري حقونه تر پښو لاندې کوي؛ طالبان وايي 'غربي حقونه دلته مه غواړئ'

راپور

د عکس سرچینه، HRW

د بشر حقونو څار سازمان په خپل کلني راپور کې چې نن پنجشنبه خپور شوی، ویلي طالبانو واک ته رسېدو وروسته په پراخه کچه په ښځو داسې قوانین او تګلارې تپلې چې له مخې یې د هغوی ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د طالبان حکومت لخوا د "ښځو ځپل" زیات شوي او د دې ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې داعش "جنایات" هم لوړې کچې ته رسېدلي دي.

دغه بشرپالي نړیوال سازمان په ځانګړي ډول د ښځو هغو سوله ییزو لاریونونو ته اشاره کړې چې د طالبانو لخوا ځپل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتو ته ویلي، افغانستان کې دبشري حقونو وضعیت هومره خراب نه دی چې د بشري حقونو څار سازمان یې یادونه کړې.

ښاغلی مجاهد وايي، د "شریعت له مخې بشري حقونو ته درناوی کېږي" خو ټینګار کوي چې "غربي حقونه" دې افغانستان کې نه غوښتل کېږي.

د بشري حقونو د راپور په یوه برخه کې راغلي: "دا چې له یوه پلوه په افغانستان کې اقتصادي او انساني ناورین سخت شوی، بشري حقونو ته د طالبانو ښکاره بې پامي، ددې لامل شوې افغانستان نور هم د نړیوالو لخوا ګوښه یا څنډې ته شي."

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان راپور کاږي، طالب چارواکو د تېر ۲۰۲۲ م کال په مارچ میاشت کې له خپلې هغې ژمنې په شا شول چې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي به پرانیزي، خو برعکس طالبانو په ډسمبر میاشت کې ان د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی په مخ وتړلې.

په راپور کې د طالبانو د هغو کړنو یادونه شوې چې معترضې مېرمنې یې زندانونو ته اچولې، په عامو ځایونو کې یې پر هغوی لارې تنګې کړې او ان اړې کړې یې دي چې په رسنیو کې هم باید خپل مخونه پټ کړي.

د افغانستان لپاره ددغه نړیوال سازمان څېړونکې فرشته عباسي وایي، طالب واکمن د دې په ځای چې په افغانستان کې اقتصادي او بشري ستونزو هواري کې مرسته وکړي، خپل ډېر وخت یې دېته ځانګړی کړی چې "ښځې وځوروي او خبریالان زندانونو" ته واچوي.

نوموړې وایې: "طالبان باید د نړیوالو حقونو په رڼا کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، ښځې او نجونې پرېږدي چې په خپلواکه توګه زدکړې او کار وکړي او په ازاده توګه په ټولنه کې تګ راتګ ولري."

راپور
د عکس تشریح، د بشري حقونو څار سازمان راپور چې په ۷۱۲ مخونو کې خپور شوی، په نږدې سلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه کړې.

د بشري حقونو څار سازمان راپور چې په ۷۱۲ مخونو کې خپور شوی، په نږدې سلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه پکې کړې.

په دغه کلني راپور کې دارنګه د نیوک ګرو خبریانو نیونې، په زوره د پخواني امنیتي ادارو د کارکوونکو برمته کول او ورکولېدل، د داعش ډلې د غړیتوب په تور د ځینو کسانو نیول او تری تم کولو یادونه هم شوې ده.

په راپور کې راغلي، په تېر ۲۰۲۲ کال کې د ډېرو داسې کسانو جسدونه موندل شوي چې "د داعش د غړیتوب په تور بېول شوي او وروسته وژل شوي دي."

ددې راپور په یوه برخه کې راځي: "طالب ځواکونو د ځینو سیمو ځایې اوسېدونکي د مخالفو وسله والو د ملاتړ په تور نیولي، وهلي ډبولي یې دي او په ځینو برخو کې یې دغه زندانیان په صحرایي توګه په دار راځوړولي دي."

په تېر ۲۰۲۲ م کال کې افغانستان له اقتصادي کړکېچ سره مخ وو ځکه مالي مرستې کمې شوې، دارنګه ډېر ماشومان د لوږې له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل دې راپور کې د داعش ډلې بریدونه ته هم اشاره کړې او وایې: "د داعش جنګیالیو په ځانمرګو برېدونو سره لږکي هزراه توکمه وګړي په نښه کړي او پدې توګه یې سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي."

په راپور کې هغو دوو ډله ییزو قبرونو یادونه هم شوې چې په کندهار ولایت کې پیدا شوي.

راپور کې ویل شوي: "په کندهار کې لږ تر لږه دوه ډله ییز قبرونه چې فکر کیږي له طالبانو مخکې وخت پورې اړه لري موندل شوي، د بشري حقونو ملاتړو په دې ټينګار کړی چې باید ددې پېښو څېړنه وشي او د وژل شویو کسانو په جسدونو روغتیایې څېړنې وشي، خو ددې کال تر پایه په دې اړه هېڅ نه دي شوي."