د افغانستان بانک پر شخصي بانکونو سل میلیونه نوي بانک نوټونه ویشلي

افغانۍ

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، په دې بانک نوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون او سل ګون شامل دي
    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي،‌ سل میلیونه تازه چاپ‌ شوي‌ بانک نوټونه یې په دغه هېواد کې پر بانکونو ویشلي‌ دي.

د افغانستان بانک په همدې تړاو خپره کړې وینا پاڼه کې وایي د بازار اړتیا ته په کتو او د "معقولو پولي سیاستونو" په پام کې نیولو سره یې بازار ته دغه نوي بانک نوټونه وړاندې کړي.

په وینا پاڼه کې راغلي، ددې نویو پیسو په مقابل کې له بانکونو او بازارونو زړې او ناچلې افغانۍ راټولوي.

د افغانستان بانک وايي "د هېواد ټولو سوداګریزو بانکونو ته ۱۰۰ میلیون نوي بانک نوټونه ووېشل شول او په مقابل کې یې له یادو بانکونو زړه افغانۍ راټولې شوې، په دې بانک نوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون او سل ګون شامل دي."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په بازارونو کې له خلکو سره زړې افغانۍ ډېرې شوې او خلک ډېر کله د زړو بانک نوټونو له زیاتوالي شکایت کوي.

افغانۍ

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، د تېرې لړم/ نومبر میاشت کې د نوی چاپ شویو بانک نوټونو یوه برخه افغانستان ته رسېدلې.

د زړو افغانیو د زیاتوالي بنسټیز لامل هم دا بلل کېده چې نوي افغانۍ نه چاپېدې او نه هم بازارونو ته د زړو افغانیو په مقابل کې وړاندې کېدي.

خو د افغانستان بانک چې اوس یې واګې د طالبانو حکومت په لاس کې دي، وایي د نویو افغانیو له ور رسېدو ورسته یې د هغو د وېش چاره پیل کړې ده.

که څه هم اوس نوې افغانۍ نه چاپېږي خو د تېرې لړم/ نومبر میاشت کې د نوی چاپ شویو بانک نوټونو یوه برخه افغانستان ته رسېدلې.

دغه نوټونه پخوا په پولنډ کې چاپ شوې وو خو د طالبانو پر حکومت او د دوی تر واکمنۍ لاندې بانکونو باندې د بندیزونو له امله یې نشو کولای چې افغانستان ته یې یوسي.‌

خو امریکا د افغانستان بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د پیسو د ورکړې لاره هواره کړه، او یادې افغانۍ کابل ته ورسېدې.

افغانۍ

د عکس سرچینه، DAB

له هغې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي و، ډېر ژر به نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان بانک او نورو سرچینو په دې اړه څه ندي ويلي چې افغانستان ته په لومړۍ چوپه کې رسېدلې افغانۍ څومره وې.

د دغو پیسو له ورسېدو سره سم د افغانستان بانک په دې هېواد کې له خلکو غوښتنه وکړه چې د افغانیو د ساتنې لپاره جدي پام وکړي.

د افغانستان بانک له دې کمپاین سره په یوه وخت کې د خواله رسنیو عامو کارکوونکو هم پکې برخه واخیسته او د افغانیو د ساتنې لپاره یې په جیب کې د بټوو ګرځولو غوښتنه کوله.

افغانۍ

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، د افغانیو ساتنې کمپاین کې د افغانستان کرېکټ بورډ غړو او ملي لوبډلې لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

دارنګه په دې کمپاین کې د افغانستان کرېکټ بورډ غړو او ملي لوبډلې لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

په افغانستان کې بانک نوټونه ډېر زړیږي چې لامل یې هم د پیسو ساتنې ته د خلکو نه پاملرنه یادېږي.

اوس چې تازه د افغانستان بانک نوې چاپ شوي، افغانۍ د شخصي بانکونو له لارې بازارونو ته رایستلې بیا یې هم له خلکو غوښتي "خلک باید د افغانیو له ژر زړېدو څخه د مخنیوي لپاره لازم تدابیر په پام کې و نیسي، چې له وخت وړاندې زاړه نه شي او په دې توګه د دې ملي پانګې په ساتنه کې خپل مثبت رول تر سره کړي."