کرېکټ نړیواله شورا افغانستان کې د ښځو پر حالت اندېښمنه ده

د عکس سرچینه، Reuters
د کړېکټ نړیواله شورا روانه اونۍ د لومړي ځل لپاره له نولس کلونو د ټيټ عمر لرونکو نجونو نړیوالې سیالۍ پيلوي، خو دغه شورا د افغانستان په تړاو اندېښمنه ده.
د ای سي سي اجرایوي مشر جیوف الاردیس د نجونو نړیوال شل اوریز جام له پیله مخکې ویلي، په افغانستان کې "وروستي پرمختګونه" چې طالبانو پکې ښځې له لوړو زدکړو او کار راګرځولې، د کرېکټ نړیوال شورا لپاره جدي اندېښمنونکې موضوع ده.
ښاغلي الاردیس د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه افغانستان لا هم ټول شرایط نه دي پوره کړي او فعالیتونه یې نیمګړي دي.
نوموړی زیاتوي: "دا ښکاره ده چې په افغانستان کې وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ دي"
خو هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې هېواد کې د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې څه شوي، وویل:
"زموږ بورډ له تېرو دولسو میاشتو راپدېخوا هرڅه له نږدې څاري او پدې اړه فکر کوي، خو اندېښنه دا ده چې هلته هېڅ پرمختګ ندی شوی او دا هغه څه دی چې بورډ به راتلونکې میارچ میاشت کې پرې غور وکړو."
په تېر نومبر میاشت کې د افغانستان لپاره د ای سي سي کاري ډلې د بورډ غړو ته خبر ورکړی و چې ددې هېواد واکمنو چارواکو خپله هغه ژمنه بیا تازه کړې چې د نړیوالې شورا ټولو شرایطو ته "پوره درناوی کوي او منی یې."

د عکس سرچینه، ICC
دوی همدراز ویلي وو، د ښځو کرېکټ له پرمختګه په " اوصولو" کې ملاتړ کوي.
خو د کرېکټ بورډ اجرایه مشر وایې د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا تر لاسه کړي مالومات یې دادی چې لا هم حالت په ټپه ولاړ دی.
نوموړی وایې افغانستان یوازینی بشپړ غړی هېواد دی چې د نړیوالې شورا د اوصولو خلاف "د ښځو کرېکټ فعاله لوبډله نه لري."
هغه زیاتوي: "تر هغه ځایه چې موږ خبر یوو، دا مهال افغان نجونې د کرېکټ په برخه کې کوم فعالیت نه لري او دا هغه څه دی چې موږ ته د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي."
د کړېکټ نړیواله شورا وایې، افغانستان داسې مهال له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شاته پاتې دی چې سیال هېوادونه یې ان د ښځو کرېکټ لوي لېګونه لري.
په افغانستان کې د طالبان له بیا واکمنۍ وروسته په نږدې ټولو برخو کې د ښځو او نجونو فعالیتونه بند شوي او پدې برخو کې ډېرې فعالې ښځې او نجونې له دغه هېواده ووتللې.

د عکس سرچینه، ACB
د راپورونو له مخې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ځینې لوبغاړې او اداري کارکوونکې اسټرالیا ته تللې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه ددې اندېښنو په اړه څه ندي ویلي.
د یادولو ده چې نولس کلنو د ټېټ عمر لرونکو نجونو نړیوال شل اوریز جام د روانې جنورې میاشتې په ۱۴مه یعنې د راتلونکې شنبې په ورځ په سویلي افریقا کې پيلیږي.
پدې سیالیو کې ۱۶ لوبډلې په څلورو کروپونو کې لوبې پیلوي چې د روانې جنورې میاشتې تر ۲۹ مې نېټې به دوام وکړي.









