پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۳مه کليزه

روسي ځواکونه

د عکس سرچینه، AFP

نن د دسمبر ۲۷ د مرغومي/جدي له شپږمې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده. دا هغه ورځ ده چې نږدې ۴۳ کاله مخکې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې پر ډګر بدل کړ.

د پخواني شوروي اتحاد سرتېري د هغه څه لپاره چې دوی له جهادي ډلو د افغانستان دفاع بلله، دغه هېواد ته راغلل. دوی د هغو ډلو د ټکولو او ماتولو لپاره راغلل چې ویل کېږي د امريکا او يو شمېر نورو شوروي ضد هېوادونو خواخوږي ورسره وه.

شوروي غوښتل له دې جګړې سره د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سل زره سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.

پر افغانستان د شوروي یرغل او د حفيظ الله امین د وژل کېدو کیسه

د ویډیو تشریح، دوه کاله پخوا دا کیسه د هغه حفيظ الله امین د کورنیو چارو وزیر فقیرمحمد فقیر بي بي سي ته کړې. دی وايي، شوروي اتحاد د ۱۹۷۸ کال افغان شوروي دوستۍ تړون ساتلو په پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.

دې جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او افغانانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پر افغانستان د شورويانو یرغل پر مهال شاوخوا یو نيم ميلیون افغانان ووژل شول او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.

د افغانانو د کډوالۍ کیسه او د پاکستان وېره

د ویډیو تشریح، پر افغانستان د شوروي يرغل زرګونه افغانانان له خپلو مېنو او کورونو کډوالۍ ته اړ کړل

تر ډېره خلک پاکستان ته کډوال شول. پاکستان او لوېديځ لپاره هغه مهال دا وېره هم وه چې روسان لا نور پر مخ لاړ نه شي او پاکستان هم لاندې نه کړي.

يوه بله ستونزه د افغان کډوالو وه چې د روسانو له يرغل او د جګړې له پيل سره يې خپل کورونه پرېښودل او له ډېورېنډ کرښې هاخوا واوښتل.

د روسانو پر ضد مقاومت

شوروي اتحاد د وخت په ښو وسلو سمبال و خو د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شول.

په دغه رپوټ کې مو ځينې پخواني مقاومت کوونکي غږولي:

د ویډیو تشریح، نورګل شفق د پکتیا د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د همداسې يوه کلیوال جهادي قومندان میرعالم حقپال حجرې ته ورغلی او ځينو پخوانیو مجاهدینو سره يې خواله کړي.

د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ

د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ
کابل ته څېرمه په یوه لوی پوځي روزنځي کې د روسانو د جګړې پاتې شوي او له کاره لوېدلې پوځي توکي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کابل ته څېرمه په یوه لوی پوځي روزنځي کې د روسانو د جګړې پاتې شوي او له کاره لوېدلې پوځي توکي

د شوروي اتحاد په دې لس کلنه جګړه کې پخپله روسانو ته هم دروند مالي او ځاني زیان واوښت.

د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.

شوروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې په یکه ترین بورګ ښار کې د 'تور غاټول' څلی، چې د جګړې یادښت دی.

د روسانو ماتې

او بلاخره د افغانانو کلک مقاومت روسان له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.

د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۱۶مه، ډېری شوروي ځواکونه له افغانستان نه وتلو ته هوسېدل چې ګني له خونړۍ جګړې په سلامتۍ وتونکي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ۱۹۸۸ کال د مې پر ۱۶مه، ډېری شوروي ځواکونه له افغانستان نه وتلو ته هوسېدل چې ګني له خونړۍ جګړې په سلامتۍ وتونکي دي

پر افغانستان د شوري اتحاد یرغل د افغانانو د وژلو او کډوالولو تر څنګ میلیونونه نور معول هم کړل

که څه هم شورویان له افغانستانه ووتل خو په دغه هېواد کې يې د خښو کړو میاینونو یو داسې مرګونی ميراث پرېښود چې تر اوسه د افغانانو ژوند اخلي.

لا هم روسي ماینونه د افغانانو ژوند اخلي

کله چې د شوروي سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې يې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په ميراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخيستې او ګڼ يې ووژل.

د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې. خو لا هم ګڼو سيمو کې دا ماینونه پاتې دي او د افغانانو ژوند ګواښي.

د ویډیو تشریح، پر افغانستان د شوروي يرغل څلوېښتمه کليزه

ډېری شنونکي په دې اند دي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل د دغه هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخې ته دروند زيان واړاوه او د سيمې هېوادونو ته يې د مداخلې فرصت په ګوتو ورکړ.

د ډېری جهادي ګوندونو او يو شمېر سياسي کړيو په منځ کې د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ يادېږي، او رسنۍ يې هم په بېلابېلو اړخونو بحثونه کوي.

ورځپاڼې د دغې ورځې د يادولو لپاره خپلې سرمقالې او مهم مطالب همدې موضوع ته بېلوي او يو شمېر تلوېزيونونه د هغه مهال د جګړو مستند فلمونه خپروي.