تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۳مه کليزه
نن د دسمبر ۲۷ د مرغومي/جدي له شپږمې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده. دا هغه ورځ ده چې نږدې ۴۳ کاله مخکې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې پر ډګر بدل کړ.
د پخواني شوروي اتحاد سرتېري د هغه څه لپاره چې دوی له جهادي ډلو د افغانستان دفاع بلله، دغه هېواد ته راغلل. دوی د هغو ډلو د ټکولو او ماتولو لپاره راغلل چې ویل کېږي د امريکا او يو شمېر نورو شوروي ضد هېوادونو خواخوږي ورسره وه.
شوروي غوښتل له دې جګړې سره د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي.
د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سل زره سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
پر افغانستان د شوروي یرغل او د حفيظ الله امین د وژل کېدو کیسه
دې جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او افغانانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
پر افغانستان د شورويانو یرغل پر مهال شاوخوا یو نيم ميلیون افغانان ووژل شول او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.
د افغانانو د کډوالۍ کیسه او د پاکستان وېره
تر ډېره خلک پاکستان ته کډوال شول. پاکستان او لوېديځ لپاره هغه مهال دا وېره هم وه چې روسان لا نور پر مخ لاړ نه شي او پاکستان هم لاندې نه کړي.
يوه بله ستونزه د افغان کډوالو وه چې د روسانو له يرغل او د جګړې له پيل سره يې خپل کورونه پرېښودل او له ډېورېنډ کرښې هاخوا واوښتل.
د روسانو پر ضد مقاومت
شوروي اتحاد د وخت په ښو وسلو سمبال و خو د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شول.
په دغه رپوټ کې مو ځينې پخواني مقاومت کوونکي غږولي:
د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ
د شوروي اتحاد په دې لس کلنه جګړه کې پخپله روسانو ته هم دروند مالي او ځاني زیان واوښت.
د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.
د روسانو ماتې
او بلاخره د افغانانو کلک مقاومت روسان له افغانستانه وتلو ته اړ کړل.
د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قومندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په حیث پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.
پر افغانستان د شوري اتحاد یرغل د افغانانو د وژلو او کډوالولو تر څنګ میلیونونه نور معول هم کړل
که څه هم شورویان له افغانستانه ووتل خو په دغه هېواد کې يې د خښو کړو میاینونو یو داسې مرګونی ميراث پرېښود چې تر اوسه د افغانانو ژوند اخلي.
لا هم روسي ماینونه د افغانانو ژوند اخلي
کله چې د شوروي سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې يې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په ميراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخيستې او ګڼ يې ووژل.
د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې. خو لا هم ګڼو سيمو کې دا ماینونه پاتې دي او د افغانانو ژوند ګواښي.
ډېری شنونکي په دې اند دي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل د دغه هېواد سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخې ته دروند زيان واړاوه او د سيمې هېوادونو ته يې د مداخلې فرصت په ګوتو ورکړ.
د ډېری جهادي ګوندونو او يو شمېر سياسي کړيو په منځ کې د مرغومي شپږمه د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ يادېږي، او رسنۍ يې هم په بېلابېلو اړخونو بحثونه کوي.
ورځپاڼې د دغې ورځې د يادولو لپاره خپلې سرمقالې او مهم مطالب همدې موضوع ته بېلوي او يو شمېر تلوېزيونونه د هغه مهال د جګړو مستند فلمونه خپروي.