
په رپوټ کې راغلي دي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د يرغل او د ناټو د ماموريت ترمنځ زښته زيات ورته والي شته دي.
د برتانيا د دفاع وزارت يو راپور وايي، په افغانستان کې د ناټو د اوسني ماموريت او په ١٩٧٩ کال کې د شوروي اتحاد د ناکام يرغل ترمنځ زښته زيات ورته والي دي.
د رپوټ جوړوونکي وايي، دواړو په افغانستان کې د يوې ايډيالوژۍ د تپلو هڅې کولې، يوه د کمونيزم او بل د ډيموکراسۍ چې په وينا يې دواړه پاتې راغلي دي.
له "افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو درسونه" په نامه دغه رپوټ د برتانيا د څېړنو د مرکز په لارښوونه او د يوشمېر کارپوهانو په مرسته جوړ شوى دى.
په رپوټ کې راغلي دي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځونو د يرغل او د ناټو د ماموريت ترمنځ زښته زيات ورته والي شته دي.
په دې برخه کې ترټولو يو لوى ورته والى د دواړو له لوري په افغانستان کې د يوې اېډيالوژۍ د تپلو هڅې دي، هغه مهال د کمونيزم اواوس هم د ډېموکراسۍ.
د ناکامۍ له وجهې پرهغه مهال شوروي اتحاد اړ شو، چې له دغو هڅو لاس واخلي.

د برتانيا ددفاع وزارت وايي د تېري هدف دادى چې افغانستان د ترهگرو په مرکز بدل نه شي، نه داچې په ټوله مانا دغلته يو ښه حکومت رامنځ ته شي.
ددغه رپوټ په وينا، د دواړو په اړه د نړيوالو نظرونه هم ورته دي، خلک باور لري چې دواړه تېري له ماتې سره مخامخ شوي دي.
رپوټ داسې نتيجه راباسي چې په افغانستان کې د ناټو برى اړين دى، خو يوازې دغه برى بيا کافي نه بولي.
د برتانيا ددفاع وزارت وايي، د دغو څېړنو موخه داده چې د برتانيا د ننه بحثونه راوپاروي او پوځي حل لارې له ننگونې سره مخامخ کړي.
د برتانيا ددفاع وزارت وايي، د تېري هدف دا دى چې افغانستان د ترهگرو په مرکز بدل نه شي، نه دا چې په ټوله مانا دغلته يو ښه حکومت رامنځ ته شي.












